غوښې مې
د باد په یو واړه پوکي سره ځي
پر هډوکو ځوړند جسد مې
ورو ورو خپل توان بایلي.
د بدن وینې مې
په شګه کې
خال خال جذبېږي.
له پښو مې
سا په راختو ده
لاسونه مې
په بدن پسي ځوړند پراته دي.
خو
سترګې مې لا هم
د یوې پراخې دښتې په منځ کې
د…