Browsing Tag

شرر ساپی

زه وږی یم خواړه راکړه

په السنح کې د کور دروازه خلاصه شوه، اته پنځوس کلن سپين ږیری ترې راووت، نرۍ ونه يې لرله، په ملا لږ کړوپ شوی و، د روغ زړه او ضمیر څښتن و، نرم مزاجه او خاکساره و، خلکو ورسره مینه کوله، د خلاص ذهن څښتن و، له حماست نه ډک و، په کې يې اصلاح او…

د میلاد شپه که د بشریت د ازادۍ اعلان

دصفا تر څنګ د عبدالله کور ودان و، په نړۍ شپې وزرې خورې کړې وې او سپوږمۍ نېږدې وه چې د څوارلسو شي، د ربيع الاول د مياشتې دوشنبه وه، د فيل په پېښه پنځوس ورځې تېرې شوې وې، مکيانو د فيل له کاله تاريخ نېولی و، له دې پخوا يې د قریشو د مشر کعب د…

د تبوک غزا لومړۍ برخه

زخته ګرمی ده، په خلکو خولې راماتې دي، خلک په ډېره تنګسیا کې دی، وچکالي ده. د خلکو په زړونو کې د هیلو غوټۍ وغوړېدې، باغونه شنه شول، میوې پخې شوې، دې ته میلان ډېر شو چې د خپلو باغونو د سیورو لاندې کیني او میوې وخوري، رسول الله_ﷺ_خلکو ته…

د یوسف علیه السلام کیسه ولې الله تعالی په احسن القصص یاده کړې

ډېر وخت به مې فکر کاوه چې د یوسف علیه السلام کیسه ولې الله تعالی په احسن القصص یاده کړې؟ خو له ډېرې مطالعې او د محققینو له لیکنو وروسته راته جوته شوه چې دا کیسه ولې احسن القصص ده، که غواړئ په همدې راز پوه شئ دا لیکنه ولولئ. ۱—یوسفه (عليك…

د معلم ورځ

یو ځل مې له خپل جاپاني ملګري نه پوښتنه وکړه: _ ستاسې په هیواد کې د ښونکي کومه ورځ ده او څنګه یې لمانځئ؟ زما پوښتنې ته یې په تعجب ځواب راکړ: – موږ د ښونکي په نوم کومه ورځ نه لرو. د ځواب په اوریدو یې زه حیران شوم! دا به رشتیا وایي؟!…

استاد محمد طاهر شرر ساپي د دعوت سره په مرکه کې

شاعر، لیکوال او ژباړن استاد محمد طاهر شرر ساپي د دعوت سره په مرکه کې سلامونه د دعوت قدرمنو لوستونکو!!!!! زه فتانه ژوند یمه! په دغه مرکه کې مو ستاسو لپاره د لنډې کیسې اړوند ځینې مهمي پوښتنې د محترم  شاعر، لیکوال او ژباړن استاد محمد طاهر…

د میلاد شپه که د بشریت د ازادۍ اعلان

دصفا تر څنګ د عبدالله کور ودان و، په نړۍ شپې وزرې خورې کړې وې او سپوږمۍ نېږدې وه چې د څوارلسو شي، د ربيع الاول د مياشتې دوشنبه وه، د فيل په پېښه پنځوس ورځې تېرې شوې وې، مکيانو د فيل له کاله تاريخ نېولی و، له دې پخوا يې د قریشو د مشر کعب د…

عمري عدالت

عمر رضي الله عنه چې به کوم سړي په دنده وګوماره، نو د انصارو او نورو اصحابو يوه ډله به یې راوستله، څلور شرطونه به یې پرې کېښودل: په تاتاري اس دې نه سپریږي، نرۍ جامې دې نه اغوندي او ځانګړی خوراک دې نه کوي، د خلکو د اړتیاو په وړاندې دې…

له خپلو ملګرو او اهل بیت سره د رسول الله “ص”مینه

له خپلو ملګرو او اهل بیت سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه ابوبکر د مازیګر لمونځ وکړ، له مسجده راووت، روان شو او علي يې په څنګ کې روان و، حسن له ماشومانو سره لوبې کولې، په غیږه کې يې راواخیست، بیا يې وویل: - پلار مې ترې ځار شه، رسول…

د کربلا دردونکي انځورونه

د حسین رضی الله عنه ملګري یو، یو د هغه په مخکې ووژل شول، وروستنۍ څوک چې د هغه له ملګرونه پاتې و، سوید بن عمرو و، چې د حسین نه یې په کلکه دفاع کوله، د حسین زوى علي الاکبر راووت، د ابن زیاد په لښکر یې برید وکړ او دغه شعر یې زمزمه کاوه: زه…