چي په خټه کي جوهر نه وي اغښلی
په رنګونو بدل نسي ذات د شي
د ظاهر پر جار قربان ئې حساب مکړه
دوست هغه چي څه عطا کړي باطني
د هوس پر پل چي هر انسان قدم ږدي
ځني پاته سي پخه لار عقلاني
بهترین پوه هغه څوک لیکه کاتبه
چي اقرار کوي پر خپله…
څه چي وینې په نړۍ کي، معاملې دي
دا د ستـرو ښکـرور دسیســـې دي
نه حق نه عدالت سته په نړۍ کي
څه چي وینې دا هم ټوله نندارې دي
حقوق بشري یو تش شعار دی
فقط د خون آشامو ډرامې دي
نړۍ ځي د نوښت او د پوهي په لور
د افغان لالا…
د زړه مستـي
که څه هم د افغانستان او جهان حالات ناخوښه او ترینګلي دي خو بعد له کلونو څخه زړه مستي وکړه او د خیال مست نیلئ ئې د خال و خد/خط پر شنو دښتو، سمسورو چمنانو او رنګینو ګلزارو ورخوشي کړ. ما کوښښ وکۍ چي د سپین ږیرتوب نیلئ محار کړم خو…
خدایه کله به نصیب د پښتنو سي دا هنر
چي خپل یار کړي د هغه له تېروتني څه خبر
هم یار لپاره ښه دی هم ملي ارزښت خوندي وي
چي نه ووایي څه چي سبا قوم ته وي ضرر
سالمه مشوره چي د یارانو منځ کي نه وي
ویاړونه زموږ ملي کړي بې باکي کنډوکپر…