خاونده څه سول د ښار ښاغلي
بیا به موسم سي د سروغوټیو
زېری به راسي د پسرلیو
بیا به اورېږي پر غزلونو
ږغ د پاولیو شرنګ د بنګړیو
×××××××××××
زه به درځم چي انار پاخه وي
محتسب مړ وي سیوری یې نه وي
پر هر قدم به سجدې کومه
د ارغند خاوري به مي رانجه وي…