د اسراییل او لبنان ترمنځ د وروستي اوربند له اعلان وروسته، په اسراییل کې نارضایتي زیاته شوې

36

د اسراییل او لبنان ترمنځ د وروستي اوربند له اعلان وروسته، په اسراییل کې د خلکو نارضایتي او نیوکې مخ په زیاتېدو دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلي پوځ پلان لري چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له لبناني ځواکونو سره د جلاوالي یوه کرښه رامنځته کړي او له هغې وروسته به په خپلو اوسنیو ځایونو کې پاتې شي.

خو د دغه هېواد پوځ ویلي چې د حزب الله د پوځي زیربناوو د له منځه وړلو عملیات به دوام ولري، چې ښايي پکې د ځینو ودانیو ویجاړول هم شامل وي.

اسراییلي رسنۍ وايي، د خلکو یوه لویه برخه باور لري چې پوځ باید په سویلي لبنان کې پاتې شي، خو د اوربند له امله د حکومت پر وړاندې سیاسي فشار هم زیات شوی دی.

په همدې حال کې، ځینو اسراییلي چارواکو اشاره کړې چې دا اوربند تر ډېره د امریکا په غوښتنه ترسره شوی، چې دا هم د داخلي سیاسي بحثونو یو بل لامل ګرځېدلی دی.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.