Browsing Tag

عبدالعزیز نایبي

ته به څه وخت راځې؟

زړه کې مې د سرو سپرغېو شور لرم ستا د جدايي د لمحې اور لرم څنگه په سلگو، سلگو روانه شوې هېر مې نه دي ستا د گیلو پور لرم څه وکړم اوبه له ورخه تېرې دي کله د ازل د پرېکړو زور لرم نه پوهېـږم بیا به دیدن وي که نه تا پسې ناکرار نظر هر لور…

په نړۍ کې د لرگیو تر ټولو هسکه ودانۍ

«شلفتیو» ته یو سفر په نړۍ کې د لرگیو تر ټولو هسکه ودانۍ «شلفتیو» د سویدن په شمال د پلازمینې ستاکلهم په ۷۷۲ کیلومترۍ کې پروت د «ویستر بوتن» ولایت اړوند یوه مرکزي سیمه ده چې ۲۱۷۴ کیلومتر مربع مساحت لري. «شلفتیو» د سرو زرو، مسوو، سپینو زرو،…

وروستۍ سلگۍ، نازکه هیله

وروستۍ سلگۍ، نازکه هیله نن به څنگه ځان راټول کړم د سجدو سلگۍ مې اورمه خوږېـږم د دیدن تلوسې اور زړه کې بل کړی سترګو مه شئ لمبه، لږ همت په کار دی زاره‌چاودي زړه، مدد ته رادانگلي د سرو وینو بارانونه درروان دي گوندې وشي دیدنونه له مرگ…

نوې لار، نوی مزل

ځئ چې انقلاب ته سره نوی تفسیر وپلټو سره او شنو رنگونو خو مو بېخ د سټې ووېسته ټپ زموږ ژور دی، باورونه شړېدلي دي مور وطن کړي چیغې، د بچیو اواز نه اوري راشئ چې شیرین عُمر په ننگ ځینې جار وباسو سل کاله دې ژوند وي، عاقبت خو د گور خاورې یو…

تېـږو ته خبرې

نجونې اسیــر، ژوند نه دلگیــر، ښونځي زنځــیر مُلا امیـر، تېر کې راگیر، بېـل یې تعــــــــــــــبیر د مېـندو اخ، د پلـــــرو وخ ، واکمنــــان شـــــــخ دُنیا پر مخ، موږ شو بې رُخ، وهــــــــــلي یو یـخ گران شو ژوندون، نه شته بدلون -…

ارمان

د شوخ نظر، شوخو خبرو، شوخ وختونو ارمان د شوخو شونډو، شوخ شراب، شوخو جامونو ارمان مست پسرلي وو د ځواني، مسته مستي وه زموږ شوخ مې و زړه، شوخ یې و زړه، د شوخو زړونو ارمان ما به یې لار څارله دا به لکه ستوری خته د شوخ ماښام، شوخ سترگک،…

!وسومه، ایرې مې کړه

تا سره خبرې مزې دارې دي خوله دې شیرین قند، شونډې انارې دي مړو کتو دې وویشتم په زړه باندې سترگو نه دې ځار، خیر که خونخوارې دي خیال دې زما د ذهن په پردو کې تاو زړه ته یې راغلي هزار لارې دي زه لکه ټپي کابل لا ساه باسم حُسن دې بریدگر،…

سخره غوټه

غرونه، سیندونه، گڼ مُلکونه ترمنځ لوی واټنونه ترمنځ لا مې حواس ستا په یادونو پورې غوټه پاتي کلک او مضبوطه پاتي د ازل گوتو نه لوگی شم غوټه یې سخره ښکاري ۵/۴/۲۰۲۴ عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن

سوال کوم، قبلیـږي نه

پوهېـږم نه څه وخت تر تا دررسي؟ هیلې مې لپو کې نیولي له دُعاوو سره کلونه ډیر پرې تېر شول اوس مې له گوتو غڼو جال تاو کړی د انتظار بند کې یې کریغې اورم نمجن بویونه مې سپـږمو ته رسي مړ یې کړمه! عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن…

ورک سالار

د خپلواکۍ ورکه سالاره نه پوهېـږو قافله چېرې روانه بیابان کې مو اوس شپې دي سور دی باد په سره گرمۍ کې لکه اور د تناره په مخ لگیـږي سپڼ تر خولې اېستلی نشو سترگې ډکې دي له ریگه ته به څه وخت رارسیـږې ائ بارانه چې مو وچ تالو رالوند کړې…