لر او بر یو افغان یوه نعره یو حقیقت

د نړۍ په تاریخ کې ډېر داسې قامونه شته چې هغوي په څه نا څه وجه د یو بل نه جدا شوي دي او د دغه بېلتون وجې یا خو اقتصادي، سیاسي او جغرافیایي ستونزې وي او یا  جنګونه وي. خو دغه بېلتونونه ډېر وخت نه دي پاتې شوي او نه هم پاتې کېدای شي. لکه د…

د امریکا طالبانو خبرې او پر وړاندې یې شته خنډونه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د پلاوي او د طالبانو استازو له لوري له تېر یوه کال راهیسي یوولس ځله مخامخ خبرې ترسر شوې دي. دا ناستې په داسې حال کې چې د دوی…

ته د خپلې کښتۍ ماڼو یې!

ستاسو په اړه نه پوهېږم خو د یو څلورویشت کلن ځوان په توګه، په خپله هره شېبه دې ته پام اړوم چې ژوند څومره په چټکۍ روان او زما څومره چارې لا هم ناترسره شوې پاتې دي. باور وکړئ که الله د انساني ژوند او کایناتو نظام د ۲۴ ساعته وخت، شپې او ورځې،…

منظور پښتین نیونه د پاکستان وارخطايي څرګندوي

د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ اړوند د پښتون ژغورنې غورځنګ لویه او پراخه ولسي غونډه د پاکستاني ریاست پر مخ د څپیړې ګذار و، چې د منظور پښتین له لورې په کې د پښتون قام د یووالي او متحد کیدو غږ په کې وشو. د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غږ د…

استیضاح رئیس جمهور ترمپ و تأثیرات آن روی انتخابات آیندهء امریکا

در ماه جولای ۲۰۱۹ میلادی، دونالد ترامپ رئیس جمهور امریکا در ګفتګوی تیلیفونی با همتای اوکراینی خود، ولادیمیر زیلانسکی، به وی می ګوید که اګر در مورد جوبایدن، کاندیدای احتمالی انتخابات ۲۰۲۰م امریکا، و فرزند وی، اطلاعات فساد جمع آوری نکند کمک…

عمرانخان او ظالم رياست يې

عمرانخان و ظالم رياست يې : دا څنګه انصاف دی چې د راو انور ضمانت منل کيږي او د منظور نه ؟ امريکا، عرب وپاکستان بايد موږ ته زموږ بېرحمه قاتلين راو انور، کذاب پروېز مشرف او طالب مشران د عدالت لپاره راکړي زموږ د سر يو قاتل په کراچۍ کې خوشې…

انساني جوهر

د نثر لیکونې  : اغلې څپه پګاهي شاعر : سمیع الدین افغاني یـوه ورځ پاچا، وزیر سره خـلوت کې پلار خبر یې کړه رایاد غمجن حالت کې ویل : زلمی وم پلار بــه تل راتـه ویل چې ته نــه بــه شې سړی ، تل وه رټل اوس خو دا دی پاچا  شوی یم…

د افسوس عالم  

           سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر…

د رانسکورې الوتکې پیښه به د سیمه ییزې لوبې جهت بدل کړي

کیسه دومره ساده نده، چې په ګرمو څادرونو کې پیچلي طالبان د راغورځېدلې الوتکې د لمبو له نندارې خوند واخلي او فلمبردارۍ وکړي، یا داسې چې په خورا فاتحانه انداز کې ذبیح الله مجاهد د الوتکې د نسکورولو مسولیت ومني. طالبان په اوسني وضعیت کې…

د منظوراحمد پښتین لڼده پیژندنه او مبارزه

منظور احمد پښتین د عبدالودود محسود زوی  په ۱۹۹۲ کال کې د سویلي وزیرستان په مولا خان سرای کلي کې زیږېدلی دی. منظور پښتین خپلې زده کړی د کلي په ښوونځي کې پیل کړې او دا لړۍ یې د ګومل پوهنتون ډېره اسماعیل خان نه په ویترنرۍ  کې د ډاکټر د سند په…