وروستۍ پېښه- لنډه کيسه
بس د سړک يوې غاړې ته ودرېد.
ډله سپین ږیري او ځوانان ترې ښکته شول.
د سړک بلې غاړې ته د اوبو لويه شړنده ویاله بهېده.
په ویاله کې روانې اوبه له ورایه رڼې ځلېدلې.
د بس تر څنګ ولاړ یو ځل د سړک پای او سر وڅارل، کوم څه نه ښکارېدل، ځوان د ویالې…