مینه څه ده؟
مینه څه ده؟!
څلور توري،څلور فصله
یو پوره ژوند پرې راجوړ دی
بې له میې دنیا هیڅ ده
بې له مینې انسان څه دی!؟
بې له مینې ژوند پیکه دی
بې له مینې ژوند ناجوړ دی
مینه څه ده؟!
له خپل ځان نه راوتل دي
چاپسې روانیدل دي
په یو چا میئنیدل…