ولې امریکا له فشار نه تر خبرو ورسېده؟

لیکوال: نیک محمد نیکمل

59

ولې امریکا له فشار نه تر خبرو ورسېده؟…!!!

امریکا د ایران پر وړاندې کلونه کلونه د فشار، بندیزونو او حتی د نظامي ګواښ سیاست تعقیب کړ، خو پایله یې محدوده وه. ایران نه یوازې تسلیم نه شو، بلکې په سیمه کې یې خپل نفوذ لا پراخ کړ. همدا ناکامي امریکا دې ته اړ کړه چې د تقابل پر ځای د تعامل لاره وازمويي.

دوهم مهم عامل د سیمې بدلون دی. منځنی ختیځ نور یوازې د یوې قوا تر کنټرول لاندې نه دی؛ سیمه‌ییز قدرتونه لکه ایران، او نړیوال سیالان لکه چین او روسیه، معادله پېچلې کړې ده. امریکا پوه شوه چې یوازې فشار د حل لاره نه ده.

درېیم، اقتصادي او سیاسي لګښتونه دي. دوامداره کړکېچ د انرژۍ بازارونه بې ثباته کوي او امریکا نه غواړي په نوو جګړو کې ښکېله شي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په نورو سیمو کې هم بوخته ده.
اوس امریکا ځکه سولې او مذاکراتو ته چمتو شوه چې فشار یې نتیجه ورنه کړه، لګښتونه زیات شول، او نړیوال توازن بدل شو. دا یو تاکتیکي بدلون دی، نه حتمي ستراتیژیک تسلیم.مننه … 🤲🏻

له هرمزه تر قدسه؛ د ایران ستراتیژیک صعود

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.