له هرمزه تر قدسه؛ د ایران ستراتیژیک صعود

لیکوال: نیک محمد نیکمل

52

له هرمزه تر قدسه؛ د ایران ستراتیژیک صعود…!!!

که په نړیواله معادله کې داسې یو بدلون راشي چې ایران له امریکا سره په تقابل کې برلاسی وښيي، دا به یوازې یو نظامي بری نه وي؛ بلکې د ځواک د توازن ژور بدلون به وي. دا ډول بریا به د تهران سیاسي، مذهبي او ستراتیژیک وزن څو چنده لوړ کړي او د اسلامي نړۍ په دننه کې به د رهبرۍ نوې دعوه رامنځته کړي.

ایران به هڅه وکړي ځان د “قدس د مدافع” په توګه مطرح کړي، هغه شعار چې له کلونو راهیسې یې د سیمې په سیاست کې کارولی. که دا روایت پیاوړی شي، نو د اسلامي نړۍ په عامه افکارو کې به د هغه مشروعیت زیات شي، په ځانګړي ډول هلته چې خلک د فلسطین له قضیې سره ژوره عاطفي اړیکه لري.
سعودي عربستان، چې تر ډېره د اقتصادي ځواک او د حرمینو د خدمت له لارې نفوذ لري، ښايي په دې سناریو کې تر فشار لاندې راشي. ترکیه هم، سره له دې چې تاریخي میراث لري، که عملي رول ونه لوبوي، نو د نوې معادلې له حاشیې سره مخ کېدای شي. په دې توګه، ایران به د “سیاسي مقاومت” محور د رهبر په توګه ځان تثبیت کړي.

خو د “راج او باج” اخیستلو موضوع تر ډېره سیاسي تعبیر دی. عرب هېوادونه به مستقیمه تابعیت ونه مني، خو کېدای شي د ځواک د توازن له امله د ایران غوښتنو ته نرم چلند غوره کړي، په ځانګړي ډول د انرژۍ، امنیت او سیمه‌ییزو شخړو په برخه کې.

له دې سره هممهاله، د نوي نړیوال بلاک نظریه قوت اخلي. که روسیه، چین، ایران، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه په یوه منسجم اقتصادي او امنیتي چوکاټ کې سره راټول شي، نو دا به د لوېدیځ پر محور ولاړ نظم ته جدي بدیل وي. په همدې لړ کې، د BRICS پراختیا او د ډالرو پر ځای د بدیلو اسعارو کارول کولای شي د نړیوال اقتصاد په توازن کې بدلون راولي.

د تیلو بیې که په یوان یا روبل وټاکل شي، دا به د انرژۍ بازار له سیاسي اړخه بدل کړي او د امریکا د ډالري نفوذ لپاره به لوی چلنج وي. همداراز، د هرمز تنګي د کنټرول له لارې ایران کولای شي پر نړیوالو لارو فشار وارد کړي او د جګړې لګښتونه تر یوه بریده جبران کړي، خو دا اقدام به له نړیوال حساس غبرګون سره به هم مل وي. درنښت…. یارب 🤲🏻

له فشار تر مذاکراتو؛ د امریکا شاتګ که ستراتیژیک بدلون؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.