د جبران خلیل جبران پېژندنه

لیکنه: اميرخان سمسور

36

د جبران خلیل جبران (Gibran khalil Gibran) پېژندنه

جبران خلیل جبران د عربي او انګليسي ژبو په غوره لیکوالانو کې شمېرل کېږي، چې اثار یې د نړۍ په زیاتونو نورو ژبو هم ژباړل شوي دي او له دې مخې نوموړی لیکوال او نقاش په نړیواله کچه له شهرت او محبوبیت څخه برخمن دی.

جبران خلیل جبران د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د فکر، ادب او فلسفې یو لوی پُل بلل کېږي. نوموړی شاعر، لیکوال، فیلسوف، نقاش او مفکر و، چې د انسان، مینې، ازادۍ، درد، دین، ژوند او مرګ په اړه یې ژور فکرونه نړۍ ته وړاندې کړل.

جبران خلیل په ۱۸۸۳ کال د لبنان د (البشرا) ښار په یوه متوسطه کورنۍ کې د یوه غوسه ناک او شرابي پلار په کور کې وزېږېد، پلار یې بې مسئولیته سړی و. خپلې کورنۍ ته یې چندان پاملرنه نه کوله او د ماليې د نه ورکولو په تور بندي شوی و، خو مور یې (کامیله رحمه) یوه فعاله او پوهه ښځه وه او د جبران خلیل په روزنه کې یې لوی رول ادا کړ.

د جبران ماشومتوب د البشرا په سیمه کې تېر شو، د البشرا سیمه ډېره ښکلې منظره او د دنګو دنګو غرونو رڼې چینې لرلې او د ژورو درو په سر به یې سپینې ورېځې تاوېدلې. د جبران د ماشومتوب چاپېریال له همداسې ښکلاګانو ډک و او دده په زړه او ذهن کې یې د خیال او فکر ګلونه شیندلي و.

جبران خلیل په پنځه کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ، هلته له کتاب او نقاشۍ سره بلد شو، ده به د ښوونځي په دیوالونو انځورونه ایستل او د ښوونکي خبرو ته به یې چندان غوږ نه نیوه. ظاهراً یو بې نظمه ماشوم و، خو په اصل کې ډېر لایق او ذکي و.
هغه مهال چې جبران دولس کلن شو، پلار یې زنداني شو او دوی له تنګلاسۍ او غریبۍ سره مخ شول، له دې امله د خپلې مور، وروڼو او خويندو سره امریکا ته ولاړ، هلته یې په انګرېزي ژبه کې لا زده کړې بشپړې کړې نه وې چې د عربي او فرانسوي ژبو د ادبیاتو زده کړې په موخه بېرته لبنان ته راستون شو، دلته یې څلور کاله په زده کړه کې تېر کړل او د (المناره) په نوم یې له یوې مجلې سره هم خپله همکاري وساتله، چې د لومړي ځل لپاره یې پکې خپل لیکنې او نقاشۍ خپرې کړې.
خو دا وخت ده لا زده کړې پای ته نه وې رسولې، چې مور یې د سرطان د ناروغۍ، ورور یې د نري رنځ او خور یې د کولمو د ناروغۍ له کبله د مرګ منګولو ته ورغلل. جبران یو ځل بیا د غم څپو په مخه کړ. نوموړی له دې ورځو څخه خپل ځان یوه دوست ته په یوه لیک د موسيقۍ داسي آلې ته ورته بولي، چې تارونه یې شلېدلي وي او د داسې پیاوړي چا په لاس کې اوړي، چې د وير او غم نغمې پرې غږوي.

جبران د ژوند له ګڼو سرګردانیو او زړه تنګيو سره بېرته امریکا ته راغی، دلته یې د زړه وړونکو آثارو په لیکلو لاس پورې کړ او په یوه نندارتون کې یې خپل انځورونه نندارې ته کېښودل. دا مهال جبران د لیکوالۍ او نقاشۍ اسمان ته د یوه ستوري په شان وخوت او په انګريزي ژبه یې هم د خپلو افکارو او اثارو خپراوي ته مټې راونغښتې. جبران تر دې وروسته د دريو کالو لپاره د فرانسې بلازمېنې پاریس ته ولاړ، هلته له ډېرو نورو پوهانو او نقاشانو سره اشنا شو او ډېر څه یې ترې زده کړل. وروساه امریکا ته راوګرځېد، د خپلو نقاشيو لپاره یې یو دفتر پرانیست او ځان یې د شهرت لوړو پوړيو ته وخېژاوه. له جبران خلیل نه په انګریزي او عربي ژبو باندې ۱۶ کتابونه پاتې دي، چې مشهور یې دا دي:

★ (مات وزرونه)
★ (اوښکې او موسکا)
★ ( ځګ او شګې)
★ ( لېونی)
★ ( پيغمبر)
★ ( کاروانونه او طوفانونه)
★ (د ځمکې خدایان)

پښتو ژبې ته د جبران خلیل پوره لس کتابونه ژباړل شوي چې یو کتاب یې نده چاپ شوی(ستړې ارواوې) دا کتاب ګلاب بهار ژباړلی، خو د چاپ کېدو وس (توان) یې نلري.

جبران خلیل جبران زیات ژوند ونه کړ، هغه په ۱۹۳۱ م کال د ۴۸ کلنۍ په عمر له نړۍ سره مخه ښه وکړه، مړی یې له وصیت سره سم لبنان ته راوړل شو او د خپلې شیمې البشرا په هدیره ک خاورو ته وسپارل شو.

کتاب The Prophet (النبي) د جبران خلیل جبران تر ټولو ژور، مشهور او اغېزناک اثر دی، خو دا اثر یوازې یو ادبي متن نه دی، بلکې د ژوند، انسان، مینې، ازادۍ، دین، کار، درد، خوښۍ، مرګ او روح په اړه د جبران د فکري فلسفې بشپړ انعکاس دی. دا کتاب د یوه خیالي حکیم «المصطفی» له خولې لیکل شوی، چې د کلونو له تېرولو وروسته د ښار د پرېښودو پر مهال خلک ترې د ژوند د حقیقتونو پوښتنې کوي. د کتاب هر فصل د انسان د ژوند یوه اساسي مسئله رانغاړي، خو د دې ټولو تر شا یو واحد فکر پروت دی: انسان باید خپل ذات، خپل وجدان او خپل روح وپېژني.

جبران په The Prophet کې انسان یوازې یو ټولنیز موجود نه ګڼي، بلکې هغه د یو روحاني حقیقت استازی بولي. د هغه په اند انسان د خاورې له نړۍ نه پورته، د معنا او نور په لور روان موجود دی. همدا لامل دی چې د کتاب ژبه شاعرانه ده، خو محتوا یې فلسفي ده. جبران دلته د منطق پر ځای د الهام ژبه کاروي، ځکه هغه باور لري چې ځینې حقیقتونه د عقل له لارې نه، بلکې د زړه او وجدان له لارې درک کېږي. دا طرز فکر جبران د ختیځ له روحاني مکتبونو سره نښلوي، خو په عین حال کې یې له لوېدیځ فردیت سره هم تړلی ساتي.

کله چې جبران د مینې په اړه خبرې کوي، مینه یوازې احساس نه ګڼي، بلکې هغه یې د انسان د بشپړېدو لاره بولي. د جبران مینه ازاده ده، قید نه زغمي او مالکیت نه مني. هغه وایي چې مینه انسان نه نیسي، بلکې انسان ازادوي، خو دا ازادي د قربانۍ له لارې ترلاسه کېږي. دا تصور د اسلامي فلسفې له نظره تر یوې اندازې سمون لري، ځکه اسلام هم مینه د نفس د تزکیې وسیله ګڼي، خو دلته یو مهم فرق پیدا کېږي: په اسلامي فکر کې مینه باید د الهي امر تر چوکاټ لاندې وي، حال دا چې جبران کله ناکله مینه له هر ډول تشریعي حدودو ازاده معرفي کوي، چې دا ټکی د اسلامي فلسفې له نظره د نیوکې وړ ګرځي.

په The Prophet کې د دین تصور ډېر مهم دی. جبران د دین پر ظاهري بڼې نیوکه کوي او دین د زړه حالت بولي، نه یوازې د عبادتونو مجموعه. هغه وایي چې دین باید د انسان په هر عمل کې حاضر وي، نه دا چې یوازې په عبادت ځایونو کې محدود شي. دا فکر له اسلامي فلسفې سره ژوره اړیکه لري، ځکه اسلام هم دین یوازې مناسک نه، بلکې «د ژوند بشپړ نظام» ګڼي. خو توپیر دا دی چې جبران کله ناکله د وحی، شریعت او نبوت تر منځ کرښه نری کوي او دین د شخصي تجربې تر حده راکوزوي، حال دا چې اسلامي فلسفه دین یو الهي نظام ګڼي چې د انساني تجربې تر څنګ وحی ته تکیه لري.

د جبران د اقوالو فلسفه هم د هغه د عمومي فکر انعکاس دی. کله چې هغه وایي:
«ستاسو اولادونه ستاسو نه دي، بلکې د ژوند زامن دي»،
نو دلته جبران د انسان پر مالکیت نیوکه کوي او انسان د امانت‌دار په توګه معرفي کوي. دا فکر له اسلامي تصور سره ډېر نږدې دی، ځکه اسلام هم اولاد، مال او واک امانت بولي، نه مطلق ملکیت. خو جبران دا خبره له داسې ژبې کوي چې پکې د الهي حساب تصور کم رنګه ښکاري، حال دا چې اسلام دا امانت د اخروي مسئولیت سره تړي.

همدارنګه د درد او کړاو په اړه د جبران فکر د تصوف له فلسفې سره ورته والی لري. هغه درد د انسان د ویښېدو وسیله بولي او باور لري چې انسان د رنځ له لارې خپل حقیقي ځان پېژني. دا تصور د اسلامي عرفان له نظره د منلو وړ دی، ځکه ډېری صوفي مشایخ هم درد د تزکیې وسیله ګڼي. خو جبران کله ناکله درد مطلق تقدیر ته منسوبوي، حال دا چې اسلامي فلسفه درد د ازموینې ترڅنګ د انسان د عمل پایله هم بولي.

که د جبران پر فکر انتقادي نظر واچوو، نو ویلای شو چې د هغه تر ټولو لوی قوت دا دی چې انسان ته یې د فکر جرأت ورکړی او انسان یې د جامدو دودونو له بند څخه راایستلی. خو په عین حال کې د هغه تر ټولو لوی ضعف دا دی چې کله ناکله د الهي هدایت پر ځای د انساني وجدان مطلق واکمني منل شوې ده. دا ټکی د اسلامي فلسفې له نظره خطرناک دی، ځکه وجدان که له وحی بېل شي، د نفس تابع ګرځي.

 د جبران خلیل یو څو مهمې ویناوې:

¹- د خلکو عیبونه ته پاملرنه، زموږ ترټولو لوی عیب دی.
²- لویه خدایه! تردی وړاندې چې سوی زما ښکاره شي، ما زمري ښکار کړه!.
³- څوک چې کوښښ کوي، په زور ځان جالب وښيي، تر بل هر وخت ډېر د نفرت وړ ګرځي.
⁴- د خلکو په منځ کې داسي قاتلان شته، چې یو څاڅکی وینه یې هم نه ده تویې کړې، داسي لوټماران او غله شته، چې هېڅکله یې غلا نه ده کړې او داسيګې دروغجن شته، چې تل یې رښتیا ویلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.