Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
د بېوزلانو سرود
پاڅئ، پاڅئ ای پښې لوڅو، سرببرو
پاڅئ پاڅئ ای له ځانه ناخبرو
پاڅئ، پاڅئ څو به ستاسو بخت چپه وي؟
پاڅئ تخت به وي تر څو د بختورو؟
****
پاڅه څو به ته بې درده نړۍ وينې
چې يې ستا…
غزل
ازل دښمن دی د مظلومانو
هم د پسونو هم د هوسیانو
یا یې په برخه د لېوه داړي
یا به چړې وي د قصابانو
××××
چي یې تباه سول کلي کورونه
چي یې قربان کړل خپل اولادونه
چی یې ځانونه…
غزل
زړه مې ایره شوی د غوسې له اوره دی
څوک خبر د یار د بدلېدو له زوره دی؟
هرځل ګناهکارې! ما بښلې یې هرځل
سر مې کوز د خلکو له همدې پېغوره دی
عقل مې د زړه د فیصلې خلاف ولاړ…
غزل
درد په ســينو کې ښه دى
ترنګ په نغموـ کې ښه دى
چې څوک يې نه شکوي
ګل په ازغو کې ښــه دى
زما د ميـــــــــــنې جانان
په ترانو کې ښــــــه دى
انتــــــظار ښــه د…
یوه ښځه
بیا راغلې؟
بیا څه وایې؟
څېره دې نه شم لیدی
مخ دې په جړپنجړ وېښتانو کې پټ
او له پيکي دې رابهیږي د سرو وینو چینه
پرمخ دې لارې لارې ښکته راځي.
بیا راغلې، بیا مې مخ ته…
غزل
خپلو لاسونو رانه سر پرې کړ
نن يې د خداى دغه هنر پرې کړ
همداسې پروت په تورو خاورو ښه يم
چې ژوندانه نه مې وزر پرې کړ
د مينې کلي ته ونه رسېدم
که مې هر څو د ژوند سفر پرې…
ښځه
د ښځو نړیوالې ورځې په وياړ زما د ویاړمنې مهربانې مور پاکې ارواح ته او د هیواد ټولو با عزته او با همته ښځو ته ډالۍ
د کور ډیوه د ژوند ښکلا ده ښځه
د مهربان زړه تجلا ده ښځه
د…
نوکارې
زړه که مې ژاړي او که نه له دې ناچارې ژاړي
ورته پر مخ راښکلې ستا په لاس نوکارې ژاړي
زه په هماغو میرو بیا د ژوند لپاره راغلم
چې ورکو پلو پسې یې نن د کلي لارې ژاړي
ددې فضا هوا…
غزل
نۀ خلک واوښتل، نۀ شوې لارې کوڅې بدلې
همدمه تشې په قبرونو شوې جنډې بدلې
گورئ حاسد چې سپين کفن ته مې هم کېږي سور شين
ما کړې په ټول ژوند کې همدا يو جوړ جامې بدلې
په شړ روانې اوبه…
زړه مې بیا چا پسې خپه دی
زړه مې بیا په هغه چا پسې خپه دی
چې شین غږ یې ،
شنه سهار کې
د مرغیو د سندرو په څير خوږ دی
پر تنکۍ او نارنجي لمن یې پاڼې د زعفرانو
لکه شنې شنې رنا ګانې ، راشنې کیږي…