Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
اوبه عزت او ارامتیا ده زموږ
له ډیرو پخوا زمانو څخه زموږ گاونډیانو، په تېره لویدیز گاونډي زموږ اوبو ته سترگې نیولې دي. یو وخت د زرینې مدبرې مشرې په لارښوونه او د کک پهلوان پر مټ، د دې اوبو ساتنه وشوه او اوس یو…
ساه د پسرليو
د نوي پسرلي، نوي کال او نوې پېړۍ د پيل په پلمه :
ساه د پسرليو
په خړو دښتو وغوړېده ساه د پسرليو
بلېږي په بيديا کې څراغونه د رېديو
د دښتې گرېوان ښکلی شو د پرخې په غميو…
غزل
په غفلت کې رانه لویه خطا وشوه
مصلحت کې رانه لویه خطا وشوه
په رقیب مې دردیدلی زړه زهیر شو
محبت کې رانه لویه خطا وشوه
د غنمو دانې څه راسره وکړل؟
په جنت کې رانه لویه…
غزل
زړګی مې دلته نور په تنګ دی وطن ته درځم
روح مې له تن سره په جنګ دی وطن ته درځم
د سر قاتل مې اوس هم قتل د زړونو کوي
درد مې د اوښکو په قلنګ دی وطن ته درځم
له دې نه…
نالوستې ونه
ماته غوږ شه ښایستې مې
اې د رنګ
او غږ
او نور
پستې چینې مې !
لکه تا زما بربنډو زړو شپوته
د سپوږمۍ کمیس ورواغوست
راته جوړ دې له سره اوره
وریښمین تخت کړ د خوبونو…
ښځه
د ښځو د نړیوالې ورځ په ویاړ
ښځه لور، ښځه خور، ښځه مور ده
مينه او محبت يى پر مونږ پور ده
ښځه معلمه، ښځه نرسه او ښځه ډاکټره
دا غلطه ده (چى په کور ده يا په ګور ده)
ښځه کور ودانى…
د سید عبدالله نادر درې څلوریزې
نیمی شپی سوی آهونه می لا شتــه دی
تر سهـــــــاره فریادونه می لا شته دي
که په عجز او په نیــــاز کې پوره نشـوه
بیا د اوښکو طوفانونه می لا شتــه دي…
غزل
جانانه شپه د بېلتانه مي بې تا نه تېرېږي
هره شېبه د انتظار پر تناره تېرېږي
هلته به پوه سې چي د میني اور دي وسوځوي
چي ستا په یاد په سپینو شپو راباندي څه تېرېږي
شپه تر…
غـــــــزل
آیا څه ګټه کوي؟ نه یې کوي
چاپلوسي ګټه کوي؟ نه یې کوي
تر دغه ښه دی چې اوزې وساتې
سګواني ګټه کوي؟ نه یې کوي
چې خدای ج ته نه وي بندګانو ته وي
بندګي ګټه کوي؟ نه یې…
کلي کې شور شو
کلي کې شور شو، تابوت یې راوړ
ړنګ د چا کور شو، تابوت یې راوړ
پېغلې ته ګوره، نکریزي توږي
وئ: مخ مې تور شو، تابوت یې راوړ
مورکۍ غورځیږي، راپورته کیږي
اوبه یې زور شو،…