Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
وروستی څاڅکی
له ویرې، شپې او یو محل سره رشته ساتمه
ډیره موده شوه له ځنګل سره رشته ساتمه
دا سوې ساندې او سندرې له هوا نه راځي
له تورو زلفو، سپین څنګل سره رشته ساتمه
له هر یو…
یو سهار
یو سهار چې ته راپاڅې
او هیندارې ته و ګورې
نو د ځان په شان یو څوک به درته موسک وي
یو ناڅاپه به دې سترګو لاندې پام شي
چې حلقه حلقه لوېدلي
نوې ګونځې سترغلو لاندې پیدا وي
یو…
غزل
سمندر خو سمندر وي چې خاموش وي
زه به څه خپلې چوپتيا ته دليل وايم
عشق مې خوله باندې لاس ايښی وايي چوپ شه
اوس نو ښه نه ده چې تا ته دليل وايم
مړ څراغ په لاس د شپې غېږ کې…
غزل
زما د هر یوه آرمان د زړۀ آرمانه راشه
د ګلو باغه راشه اې عطرو دوکانه راشه
ژوند چې فرصت راکړی ما سمدستي چغه کړې
توبې راورسېږه چرته یې ایمانه راشه
جوخته خو دومره ده چې…
د بنده ګانو بنده ګي ګورمه
د بنده ګانو بنده ګي ګورمه
دا څه بې خونده زندګي ګورمه
يو خوا مې خپله بې وسي ژړوي
بل خوا د ښکلو بې ننګي ګورمه
نجونې ډوډۍ ته په کتار کې ناستې
ما ويل په سر به يې منګي…
غزل
د امېد د قافلو وروستى کتار دى
نور به لاړ شم، زما چاته انتظار دى؟
ډېر وختونه مې د تللي اشنا وشول
خو نظر مې لا په تمه دى بيدار دى
په هر يو يمه سل وارې دردېدلى
که…
د زړه بوزغلی
ما د خپل کلي د جونگړې څنگ کې
د خپل زړگي تاند بوزغلی ایښی و
ته راروانه وې همهغه ځای ته ورسېدې
ښه پرې قدم دې کېښود
وگرځېدې
شا و خوا هرڅه ته دې وکتل
او ودې خندل…
کاشکې
کاشکې زړه مې شي ورغوی په ښي لاس کې
له خوږو دانو نه ډک وي
تر خوږو دانو وي لاندې پټې شوې
څو تازه تنکۍ تڼاکې
ته هم راشې پر خوږې کوترې واوړې
له ورغوي مې تاوېږې چارچاپېره
چې له…
د چا به نه یادیږم
زه به هم مړه یم
زما په قبر به هم ، د وچو، وچو شینلیو ترتنکېو ملاوو
سړي سیلۍ تاو را تاویږي
او شپیلۍ به وهې
ږغ به مې نه وی، د خندا او د ژړا به مې بل قبر جوړوی
د ماتو، ماتو آئېنو…
مینه څه ده؟
مینه څه ده؟!
څلور توري،څلور فصله
یو پوره ژوند پرې راجوړ دی
بې له میې دنیا هیڅ ده
بې له مینې انسان څه دی!؟
بې له مینې ژوند پیکه دی
بې له مینې ژوند ناجوړ دی
مینه څه ده؟!…