!ويده پښتون ته
ويده پښتون ته!
دغفلت له خوبه پاڅه اى پښتونه!
اوس غرمه شوه در نه لاړل کاروانونه
د نړۍ دتمدن کاروان چټک ځي
زر اوچت شه گړندي واخله گامونه
نور راويښ شه ځان دې سيال کړه د سيالانو
د پيل غوږ کې يې ويده کوې سوچونه
ځان بدل کړه د حالاتو تقاضا…