ماته اوس هم
ماته اوس هم ښه په ياد دي
تا به ووغوښتې ګورګورې
ما به تکنډه غرمه کې
پورې غرنه ټوله ولې
ماته اوس هم ښه په ياد دي
زمالاس کي به شپېلۍ وه
ما به جګه کړه سندره
ستا به خوښه غرنۍ وه
ماته اوس هم ښه په ياد دي
چې سپوږمۍ سره دې جنګ و…