راځۍ چې حج ته لاړ شو شیطانان په کاڼو ولو
چې قام څوک خرڅوي هغه مشران په کاڼو ولو
درشل د پښتنو ته چې په بد نظر کاته کړي
باچا که د جهان وي دا انسان په کاڼو ولو
بیلتون سره چې مل وي د نفاق اور بلوي نو
دی خپله که جانان وي دا جانان په کاڼو…
په محبت کې چې ناکام خلک دي
دا خو په فکر باندې خام خلک دي
چې خپل ولس ئې زورولی همیش
خلکو همدغه نور بدنام خلک دي
اول چې کار کوي بیا فکر کوې
دغه زما د پښتون قام خلک دي
چې ئې پښتو اسلام جامه وې پاکه
ملګرو دغه هم نیک نام خلک دي…