غزل
په رواجونو کې ایساره نجلۍ
پاتې پښتو کې ده بې پلاره نجلۍ
څه رواجونه د پښتو دي خدایه
ویلی نشي څه له ډاره نجلۍ
گناه له پلاره یا له وروره وشي
بدو کې ورکړي دغه خواره نجلۍ
لاهم د تورو تمبو شاته اوسي
ژوندۍ خښېږي دا غداره نجلۍ
تعلیم حق نه…