ځپلی وطن او ښاغلي مخونه
د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېدل، یو څو قدمه نور هم مخته ولاړم، د ترتیب سوي دریځ په مینځ کي مي سترګي پر ښاغلي استاد رفع ولګېدې. د پروګرام حضور مي تر نظر تېر کړ، د ځوانانو په شمول مي ډېر درانه او…