د يوه « گيله من » شاعر په مړينه
يو څوک راغی
يو څوک توره شپه کې راغی،
د تاريخ د تورو شپو ويده ټاپو ته
پر اوږو يې تور او سور او شين څادر و،
او پر شونډو يې سرود د څراغونو
سر يې لوړ لکه د لويو غرونو څوکې
زړه يې لوی لکه د لوی وطن، شنې دښتې.
په قدم قدم يې زېری د رڼا د…