Browsing Tag

نعمان دوست

د لتا منګشکر د جنازې مراسم مې ولیدل

د لتا منګشکر د جنازې مراسم مې ولیدل چې په څه شان او شوکت او ولسي مینه اجرا شول. خپل بې بدیله هنرمند ارواښاد استاد اولمیر ( ۱۳۰۸-۱۳۶۱) را یاد شو. مشهور هنرمند استاد اولمیر؛ چې تلپاتې ملي، حماسي او عشقي سندرې یې وویلې او د استادۍ تر مقامه…

خوب خوب مې یادیږي

خوب خوب مې یادیږي؛ مشر ورور به مې ماښام اذان ته نږدې بایسکل له هنډله نیولی و او خولې خولې به په کور راننوت. د بایسکل کنجوغه کې به یې ګړی ټینګ تړلی و او په احتیاط به یې راکوز کړ. دا ګړی به د الینګار ولسوالۍ له همدې څاه ډکیده. د دې څاه اوبه…

وړه سیمه او ستره پېښه

تاسو زما لاس ته وګورئ. په همدې کوچنۍ سیمه کې یوه ستره واقعه شوې. دا واقعه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ د شلمې نېټې ده. په همدې تاریخ او همدې ځای کې د افغانستان یو استراحت طلبی او په عصریت میین امیر وویشتل شو او یو مفشن شخص، د سپیرو خاورو غیږ ته…

د یوې پیړۍ عمر لرونکي انسان هرکلی

د الینګار – نورستان، سړک څخه د ننګراج په مربوطاتو کې یوه کوڅه جلا شوې ده. د کوڅې دواړو خواو ته خټین کورونه دي. د دې کوڅې په منځ کې یو سپین ږیری سړی ولاړ و. کوچنۍ فلزي لکړه یې داسې لاس کې نیولې وه، لکه چندان اړتیا چې یې ورته نه محسوسوله.…

لنډه کیسه: خاورې په سر

په تور پړوني کې داسې تاوه وه لکه د کرونا مړی. د دروازې شاته غلې ولاړه وه. لاس به یې اوږد کړ؛ خو لکه چې د ټکولو جرئت یې نه درلود. کله به یې دواړه لاسونه پر ور کیښودل، غاړه به یې کږه کړه او غوږ به یې له دروازې سره سریښ کړ او کله به…

نعمان دوست او «ماښامی مجلس» یې

نعمان دوست او «ماښامی مجلس» یې (د کوربه او میلمه د زړه خواله) د نعمان دوست د «ماښامی مجلس» بنډاري لیکنه، د ده د انتقادي ــ اصلاحي لیکنو هغه لړۍ ده چې په دې ورستیو کې، د برېښنايي میډیا پر پاڼو راښکاره شوه او له هماغه پیل نه یې…

د جمهوریت د سقوط ورځ او نوم ورکي اتلان

په هغه سهار د پارلماني چارو په وزارت کې وو. هر څه عادي وو. ډله ډله مامورین د حاضرۍ له لاسلیکولو وروسته خپلو شعبو ته روان وو. شاوخوا لس بجې وې چې فضاء په بدلیدو ښکاریده. له شعبو مامورین راوتلي ول او هر چا د روانو حالاتو په اړه…

غضب -لنډه کیسه

ویښتان یې په یوه ډډه کاږه ول.همداسې کږه غاړه او د ګوتو په سرونو روانه شوه او په ډک محفل کې د هغه ځوان مخې ته ودریده چې د بانکنوټونو بنډل یې په لاس کې و. د بدن هر غړي ته یې جلا جلا حرکتونه ورکول. ځوان، ځانته راجوخته کړه. یو لاس یې له ملا…

په تهران کې د علامه عبدالحی حبیبي نمانځنه

په صدای افغان ( اوا) ویبسایټ کې مې یو راپور ولوست. راپور په تهران کې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د نمانځغونډې په مناسبت و. د راپور محتوا خوند راکړ ؛ځکه چې د خپل هیواد د یوه ډير حقدار شخص په اړه و. په دې غونډه کې د افغانستان سفیر او…

پالشي – لنډه کیسه

د ګلبهار سنټر مخامخ د پیاده رو پر څنډه کتار ماشومان ناست ول. د بوټانو د رنګ بوتلونه او بُرسونه یې مخې ته ایښي وو. چې څنګه ور نږدې شوم؛ ټولو راوکتلې. هر یو په دې تمه و چې بوټان مې رنګ کړي. خو د دوی په منځ کې یو ماشوم داسې اسمان ته…