سپوږمۍ خرم/ غزل

چې مې لا ستـــرګې تورَولې مازدیګره تېر شوې ما چې نکريزې لګولې نو اختره تېر شوې زما تکل و، چې پښتو ته به دې غاړه ورکړم له تا پښتو لاړه، چې تۀ له پېښوره تېر شوې ما اِقتداء درپسې وکــړه ما ويل ځه امام دی خو تا جومات په وينو سور کړ…

پر انسان راتلونکي حالات او د ده مسئوليتونه/ ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد : په دُنيا کي هيڅ انسان له څلورو حالاتو خالي نه دی . په يوه کي به خامخا داخل وي . په کوم حالت کي چي داخل وي، بايد هغه مسئوليت اداء کړي کوم چي دی په هغه حالت کي لري .…

ته د چا اختر یی ؟ /  ولي الله ملکزی

اختره ! ته د خوښۍ یو عجیبه احساس او د انتظار یو ناشنا غورځنګ یی.  ته د پخلاینې سمبول او د ورورولۍ مظهر یی.  ته د عقیده مندو ازمیښت او د وصال محور یی.  ته د هیلو، ارمانونو او مرادونو بهیر او د آزادۍ او جایزې مهال یی. نو ځکه خو هم بختور…

هر څه سره لکه سنګسار – لنډه کیسه / لیکوال خوشال مزاروال

سړک لکه توره رسۍ، لکه تور تناب د کڅ په ټټر اوږد غځېدلی دی. ناوخته مازیګر مهال دی. د لمر سترګه د لویدیځ له لورې د پناه کېدو اشارې کوي. په پټو کې د جوارو فصلونه خپل مراد ته رسېدلي، او نور د ریبلو دي. پاڼې یې ژېړې شوي، او د وچېدو په…

د ملا هيبت متذبذبه دريځ؛ له يو سره جګړې اعلان او بل څخه مننه! / خوشحال آصفي

په داسې حال کې وسله والو طالبانو او داعش ترهګرو ډلو د روژې په روانه مياشت کې د افغان وژنې سيالۍ ترسره کړه چې يواځې د روژې مبارکې مياشتې په ۲۸ ورځو کې يې ۲۱۳ تنه شهيدان او ۷۱۳ نور افغانان ټپيان کړي دي؛ د وسله والو طالبانو مشر ملا هيبت الله…

د ځوانيمرګ ورور په یاد مې / خان ولي کامران

د روژې مبارکې میاشتي وروستۍ لسیزه ده ګڼې کورنۍ د خپل ژوند په نېم ژوانده حالت کې هم د خپلو کورنیو او په ځانګړې توګه د کوچنیو ماشومانو لپاره د اختر په نوم جامي او نورې ډالۍ له بازارونو څخه رانیسي، بازارونه ستاسو(ترهګرو) له وحشیانه…

د ځینو رسنیو په اړه نوي تریخ حقیقتونه! / حبیب پکتین

په افغانستان کې د انځوریزو ، غږیزو او چاپي رسنیو د بې مهاره او بې معیاره کارونو پیل یوه نیمه لسیزه وړاندې وشو او د بهرنیانو د ناسنجول شویو مرستو یو جانبي عوارض هم د هر بل څیز د نا معیارتوب په څیر پر رسنیو هم تر ټولو زیات اغیز وکړ او دا دی…

بیا هلمند په وینو ژاړي! /عبدالباري جهاني

بيا د ویر د اختر شپه ده بیا غمونه دي لیکو یې بیا هلمند په وینو ژاړي لحدونه دي لیکو یې موږ د مرګ په شپه پیدا یو پر تندي مو جنګ لیکلی له قسمته چاته ورسو ازلونه دي لیکو یې تور نصیب مو اخترونه، پسرلي کښلي په ساندو د غوټیو په موسم کي…

زموږ د ځوانانو وينه بيه نه لري : / حافظ احمد نصرت

افغانستان شاوخوا څلور لسيزي د تروريزم،ترهګري او کورنيو جګړو ښکاردی هغه هيواد چي دنړیوالي اونيابتي جګړي په مرکز بدل سوي چي هر ورځ يې ځوانان،قومي مشران ديني علمآ ددې وطن او خاوري خوا خوږي خپل شرين ژوند له لاسه ورکوي. افغانستان چي داسيايي…

جلال امرخيل / غزل

د عشق کيسه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد شېبه ، شېبه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد يو څوک خو وه ،چې ته يې ما ته راترغاړې وېستې درده ! هغه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد چې ( نه ) دې وکړه ، په ژړا شوې نور مې نه ياديږي هغه…