غزل / عبدالباري جهاني
سیوری یم له شپې سره ورکېږمه
پل غوندي په لاره کي پاتېږمه
ژر مي دي په سپینه غاړه ښکلی که
لاړ د مرغلرو یم تویېږمه
ژوند مي په لمبه دی زړه دي مه سوځه
پرېږده چي دي مخي ته بلېږمه
سرې، ښکلي، ساقي سترګي را واړوه
جام دي له مستۍ ، له…