Browsing Tag

سید اصغر هاشمي

په غني خان د کرګر نوې زیاتونه

غني خان د بیل سبک څښتن شاعر، لیکوال، مفکر او مبتکر وه. دی خپله خبره کوي، د خپل زړه خبره په خپل انداز کې کوي. د بل چا په څېرنه غږېږي او نور هم د ده په څېر نه شي غږېداى. په غني خان ډيرکار شوی دی خو لکه څنګه چې د ده په شان شاعري کول او فکر…

د کاوون په شعرونو کې د طبیعت څرکونه

کاوون په خپلو شعرونو کې طبیعت او کایناتو ته ژبه ورکوي، خبرې ورسره کوي، په خبرو یې راوړي او حقیقتونه پرې وايي. شاعر د حواسو په وسیله له بهرنۍ نړۍ څخه ډېر شیان اخلي او له داخلي تاثراتو سره یې ګډوي او د هنر او شعر په ژبه یې وړاندې کوي. شاعر…

د سیدجمال الدین افغان وجیزې او په حال کې یې څرکونه

لیکنه د ګل پاچا الفت په څو بیتونو پیلوم چې د سید جمال الدین افغان په ستاینه کې یې ویلي دي: میندې راوړې ډېر زامن ډېر اولادونه یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي د خلقت له کارخانې نه کله کله په جهان پیدا یو بل شانې بشـر شي د کونړ د لوړو…

د غني خان د یو نیم بیتي شرحه

دې تن کې پټ شیطان که وي لټون، ۱۰۸ دلته د تن یادونه شوې ده. که له تن څخه موخه د انسان ظاهري جوړښت وي، نو شیطان د انسان په داخلي نظام کې وي او که له تن څخه موخه د انسان داخلي او خارجي جوړښت وي، شیطان د انسان په داخلي رغښت کې پیدا کېږي او د…

د اوبو لیک

په نږدې ورځو کې بارانونو ډېر مالي او ځاني تاوانونه ورسول، په دې اړه د اوبو خبرې واوري چې څه وايې. ............................................................................ د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتیا لري. په جنت کې د شاتو، شیدو…

په مخزن کې د رسول الله شل صفتونه او په حال کې یې څرکونه

په مخزن کې د رسول الله شل صفتونه او په حال کې یې څرکونه سریزه په مقاله کې یادونه شوې چې د اخوند درویزه پېژندنه، افکار او نظریات نویو څېړنو ته اړتیا لري او د موضوع اصلي برخه له مخزن الاسلام څخه د رسول الله (ص) شل صفتونه ښودل شوي او د حال…

د عالم لیک

کله کله پوهه د دې پر ځای چې قدر او قیمت لوړ کړي، دښمني پیدا کوي. سوکرات د پوهې او حقیقت د څرګندولو لپاره د زهرو جام ګوټ کړ، فرانسس بېکن خپلې څېړنې په جلاوطنۍ کې وکړې. انشټاین هم په دې برخلیک اخته و، نور یې په لیک کې ولولئ.…

سوکرات او ځان پېژندنه

سوکرات د نورو زده کوونکو په څېر په ځوانۍ کې زده کړه او تربیه تر لاسه کړه. د یونان او نورو هیوادونو د ځوانانو لپاره یې د ښوونې او روزنې وړاندیزونه کول. ده د (دلف) په لویه دروازه لیکلي وو، چې (ځان وپېژنه.) ځکه (ځان پېژندنه) د نړۍ پېژندل…

«پتیرا او یوش مکالمې» اثر چاپ شو

«پتیرا او یوش» مکالمې د پوهنمل سید اصغر هاشمي تخلیقي اثر دی. په ننګرهار کې هاشمي خپرندويي ټولنې چاپ کړی دی. په معنوي ډول پتیرا او یوش یو له بل سره نږدې اړیکې لري، خو متضادې مفکورې دي. د فکر تقابل د نړۍ په انسانانو کې د انساني توپيرونو یو…