سره له دې چې د اقلیمي بدلونونو په دلیل ننګونې ډېرې شوي او د اوبو سرچینې هم کمې شوي، د غور یو شمېر کروندګر اړ شوي چې د خپلو حاصلاتو د اوبولګولو په طریقو کې بدلون راولي.
د دغو کروندګرو له ډلې ځینې وايي چې د څاڅکي (قطرهيي) اوبولګولو سیستمونو او لمریز پمپونو په کارولو هڅه کوي، د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي، له نویو شرایطو سره ځان برابر او له خپلو ځمکو ښه حاصلات ترلاسه کړي.
د غور کروندګر محمد ابراهیم وايي: «دا سیستم مرسته کوي چې تل د غنمو، کچالو او نورو کرنیزو حاصلاتو پاڼو ته لندبل ورسېږي او د ودې پر بهیر یې ښه اغېز ولري. دا ډول اوبه لګول لامل کېږي چې بوټی له ریښې اوبه جذب کړي او د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.»
د غور ولایت بل کروندګر نورآقا هم وايي: «د څاڅکي اوبولګولو سیستم د کرنې لپاره ډېر ګټور دی، ځکه د اوبو مصرف کموي او هماغه ټاکلې اندازه اوبه په دقیق ډول کروندو ته رسېږي چې د حاصلاتو د ښې ودې لامل ګرځي.»
غور کې کروندګر د وچکالۍ د دوام او د ورښتونو د کمېدو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، که دولت او اړوند بنسټونه د نوو او عصري اوبولګولو سیستمونو زمینه برابره نهکړي، نو په راتلونکي کې به د کرنیزو حاصلاتو د ودې او تولید هیله ونهلري.
اخوا، د غور د کرنې کارپوهان د نوو اوبولګولو طریقو کارول د اوبو کمښت پر وړاندې یوه اغېزمنه حللاره بولي او ټینګار کوي چې د دې ولایت د کرنې د پایښت لپاره باید کروندګرو ته د دغو سیستمونو د کارونې په برخه کې روزنه او لاسرسی زیات شي.
د غور د کرنې برخې کارپوه عبدالظاهر توانا سپارښتنه کوي چې کروندګر دې د څاڅکي (قطرهيي) اوبولګولو ترڅنګ، د ژرپخو او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو حاصلاتو کښت ته مخه کړي، څو وکولی شي د اوبو د کمښت او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مقابله وکړي.
«زما سپارښتنه دا ده چې کروندګر دې تر ډېره د ژرپخو او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو حاصلاتو کر ته پام وکړي. دا کار سبب کېږي چې په لږو اوبو ډېر حاصل تر لاسه شي. هر څومره چې اوبه بېځایه ضایع کړو، هماغومره زموږ چاپېریال او ګاونډیان زیانمنېږي. کروندګر باید په هغو حاصلاتو پانګونه وکړي چې هم ژر پایله ورکوي او هم د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري، د ډېرو اوبو مصرفوونکو او غیر مقاومو حاصلاتو له کرلو ډډه وکړي. همدارنګه، د کروندو د اوبو د تنظیم پر مهال دې د اوبو له سرچینو عادلانه ګټه واخیستل شي.»
د کرنې دغه کارپوه خبرداری ورکوي چې که دولت او اړوند بنسټونه د اوبو د مدیریت لپاره اوږدمهاله پروګرامونه، د نوو اوبولګولو طریقو ترویج او د کروندګرو اغېزمن ملاتړ عملي نهکړي، نو د غور د کرنې راتلونکی به له جدي ګواښ سره مخ شي.
خو له دې سره سره، د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وچکالي او د اوبو کمښت د دې ولایت د کرنې لپاره جدي ننګونه بولي او وايي چې د کرنې سکتور له یو شمېر همکارو بنسټونو سره په همغږۍ د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره اغېزمن پروګرامونه پلي کړي او هڅه کوي کروندګر د نوو او عصري اوبولګولو سیستمونو او د اوبو د سرچینو د سم مدیریت له لارو چارو سره بلد کړي.
د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ضیاءالحق جویا وايي:
«د مرکز او ولسوالیو په کچه کروندګر تر یوه بریده د نوو اوبولګولو له طریقو ګټه اخلي، په ځانګړي ډول په شنوخونو او نمایشي کروندو کې چې د کرنې ریاست له لوري جوړې شوي. همدارنګه، په باغونو کې د اوبو د بېرویه مصرف د مخنیوي لپاره نوین سیستمونه نصب شوي او په دې برخه کې کروندګرو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شوی.»
د کرنې برخې کارپوهان، مسوولان او کروندګر په غور کې شته پروګرامونه د کرنې د پایښت او د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره کافي نهبولي.
دوی ټینګار کوي چې باید د دوامداره روزنې، د اوبو مدیریت، په اغېزمن ډول د اوبولګولو او د کروندګرو مالي ملاتړ په برخه کې همکاري ډېره شي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هغوی د مقاومت کچه لوړه شي.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.