Browsing Tag

عبدالوحيد وحيد

راځئ! په مشترکاتو سره راټول شو

د ځان غوښتنې او د واک غوښتنې حرص څو لسيزې وخت را باندي واړاوه، د نورو د سلبولو او ځان د هر امتياز لپاره د اهل ګڼلو په شومې پديدې مو خپلواکي او ملي وقار بايلودل. ډير مو په يو او بل نوم باندې سره ووژل، د خپلو ميندو غيږې مو تشې کړې، د خپلو…

مظلوم ولس او محکوم ولسمشر

ښکاره خبره ده چې له غني سره په ارګ کې د پنځلسم اګست د پېښو په هکله، په ځانګړي ډول له هېواد څخه د نوموړي د ناببره وتلو د توجیه لپاره نه کره دلائلو شتون درلود او نه هم د وتلو کيسه د وياړ ارزښت درلوده، نو هيڅ اړتیا نه وه چې نوموړي له رسنيو سره…

له جمهوريت تر امارته

د ديموکراسي او اسلامي نظام د نفاذ دعوه لرونکو ځانونه جامع الکمالات، له هر عيب او نيمګړتيا څخه پاک ګڼل، غني په ديموکراسي کې د څو اسلامي کتابونو د تأليف دعوه کوله او د قطر د دفتر خلکو خو  د جګړې په ډګر کې د دښمن ماتولو په څير په سياست کې هم…

نړول نه، بلکې رغول هنر دى

د هيواد بدبختي يې وګڼو، که خپل سپېره تندى مات کړو چې له تېرو څو لسيزو راهيسې مو خاوره د نظامونو لابراتوار، د شرق او غرب د وسلو ازموينتون، د سړې جګړې ډګر او د سترې لوبې مرکز جوړ شوى دى. پردي يرغلګر په يو او بل نوم له ټول وحشت او…

!متقي صاحب! په غوښتنو مو بيا غور وکړئ

په نړۍ کې اوس د زور له لارې د حکومتونو نسکوريدو پېښې کمې شوې دي، ليکن په هغو هېوادونو کې  چې د قانون واکمني ټکنۍ او د واک ترلاسه کولو معيارونه دقيانوسي وي، کله کله پکې د تاوتریخوالي له لارې حکومتونه نړيږي. زموږ په هېواد کې هم تاوتریخوالى د…

سکوت ماتول که د سقوط مخنیوى اړين وه؟

د ماضي په تړاو ډير څه نه ليکم. ماضي د تاريخ برخه ګڼم، خو له تيرو څو ورځو راهیسې د تير نظام د سقوط په اړه ډېرو خلکو څرګندونې درلودې. هر چا هڅه وکړه ددغه ناورين له امله ځان سپين چرګ او په مخالف لوري د نظام د نسکوريدو ګند ورواچوي. د ناهيلى ځاى…

که د موجوده ستر ازمون په ډګر کې بريا غواړو 

دا به د شهامت په ستر ازمون کې په زړه پورې بريا وى چې  امارتي چارواکي پوه شي چې هغوى له يوه بشپړ جنګي مأموریت څخه په مکمل ډول د يوه مديريتي ازمون په ډګر کې قرار لري او دا چې امریکا د جګړو له ډګر څخه تېښته وکړه، خو لاهم  لوبې ته په بل شکل…

نظامونه نړول اشتباه خو اصلاحات اړتيا ده

هغه حکومتونه چې ولسي ريښې ونلرى،  سرچينې او انرژي  د حاکمې ډلې لخوا د واک په خوندیتوب مصرفېږي، د ولسي غوښتنو ممثل نه وي، که هرڅومره له پراخ نړيوال ملاتړ څخه برخمن وي، پياوړي او په عصري وسلو سمباله اوردو هم ولري د لږ  فشار په نتیجه…

لاپې د زمرو وهو ګيدړانو پسې اخيستې يو

متأسفانه موږ په يويشتمه پيړئ کې هم د ورور وژلو سياست کوو ،د يو بل د سر وهل وياړ ګڼو، د واک د حرص په تنور کې سوځو ،ارګ ته د تلو لپاره د وژل وروڼو په ککريو باندي تيريږو، کله چې ارګ ته را ورسېږو نو د سولې مجنونان شو، خو کله چې له ارګ څخه…

د اسعاري زېرمو له ازادېدو پرته هم لارې شته 

د بهرنیو اسعارو زیرمې د هر ملت هغه شتمنۍ ده چې د مرکزي بانک لخوا د بهرنیو اسعارو په شکل کې ساتل کیږي.  په دغو زیرمو کې بانک نوټونه،  بانډونه او نور دولتي ضمانتونه شامل دي.  دغه شتمنۍ ډیری ستونځې پوره کوي مګر  د پام وړ ستونځه  يې ډاډ ترلاسه…