سوې کروندې
بزگر واړه ماشومان
ماښام نهار ویده کړل
کروندې، لمر سوې وې
چینې وې وچې، باران نه وریده
بزگر ښار ته مزدوري پسې ووت
مزدوري نه وه، یو په حورو مېن
د مزدورانو د ټولي تر څنگه
ځان وچاوه
د بزگر ساه وخته
د ماشومانو فریادونه یې
تر آسمانه…