غزل
رپ رپ اورمه له تانه موسیقي
ستا په سترګو کې جانانه موسیقي
ستا له رګ رګ نه راګونه زده کوم
د زړګي درزا دې ګرانه موسیقي
زه دې عشق داسې سندره کړم اشنا
چې راګوري اوس حیرانه موسیقي
د غزل هره مصرع مې نڅوي
غږوي مې زړه کې ځوانه موسیقي
سره پلو…