کله چې د نړۍ په کوم ګوټ کې برېد وشي، عام وګړي ووژل شي او حاکمیت یې تر پښو لاندې شي، زموږ د ځینو وطنوالو له خولو د غندنې غږ پورته کېږي، نړۍوال قانون یادوي او د مظلوم او انسانیت ترڅنګ د ودرېدو خبرې کوي؛ خو کله چې همدا معیار بیا د افغانستان تر خاورې راورسېږي، کمزوری شي او یا د چوپتیا سیوری ورباندې خپور شي.
ولې؟
ولې د بل هېواد وینه موږ لړزوي، خو د خپل وطن خاوره چې وځپل شي، تحلیل ورباندې لیکو؟
ولې هلته برید «تېری» دی؛ خو دلته «سټراتیژیک واقعیت»؟
ولې هلته احساسات پارېږي، خو دلته حسابکتاب پیل کېږي؟
دا پوښتنې یوازې سیاسي نه دي؛ بلکې دا د وجدان پوښتنې دي.
که معیار مو اخلاق وي، باید یو وي، که معیار مو قانون وي، باید یو وي، که معیار مو انسانیت وي نو باید یو وي.
افغانستان د تجربو، یرغلونو او سیاسي لوبو اوږد تاریخ لري؛ خو تر ټولو خطرناک وخت هغه وي چې د بهرني فشار پر وړاندې زموږ داخلي دریځونه سره ووېشل شي، ځکه بهرنی بم دومره خطرناک نه وي لکه داخلي دوهګونی معیار.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره د پاکستاني رژیم له لوري په ښکاره تېری او بریدونه وشول، د هېواد حاکمیت تر پښو لاندې شوی، د عامو او بیوزله خلکو وینه توی شوې ده. تمه دا وه چې د دې خاورې هر اوسېدونکی، هر سیاستوال، هر فعال او هر مدعي به په یوه غږ دا تېری وغندي. ځکه چې موضوع د نظام، ګوند او سیاسي سلیقې نه ده؛ موضوع د خاورې ده؛ خو بیا هم هغه تریخ واقعیت تکرار شو او یو شمېر هغو ډلو، چې تل یې د ګران وطن پر وړاندې خیانتونه کړي او یواځې ورته د دې وطن څوکۍ او واک ارزښت لري دوی په ښکاره د دې تېریو څخه ملاتړ څرګند کړ او د غلامي ټټر یې ورته وواهه.
د دوی اکثریتو یې د بل هېواد پر ضد له هغې جملې پر ایران برید په تودو الفاظو او د مکر په ژړاګانو وغانده.
ولې د افغانستان پر خاوره برید «مشروع» شي، خو د بل هېواد برید «ناورین»؟
په خپرو شویو نظرونو کې داسې دریځونه لیدل کېږي چې د پاکستان بریدونه «ستراتیژیک واقعیت» بولي، یا وایي دا «د خلکو جګړه نه ده». خو همدا کسان چې کله پر بل هېواد برید وشي، په لوړ اواز یې غندي او نړۍوال عدالت ته غږ کوي.
په دې اړه ګڼې څرګندونې د هغو افغان سیاسیونو او مشرانو شته، چې اوس له هېواده بهر د بیا واکمنۍ خوبونه ویني، یوه یې داسې لیکلي:
«شهروندان غیر افغان هیچ دلیل منطقی برای دشمنی با پاکستان ندارند…»
او یا:
«ما غیر افغانان نه تنها اینکه با پاکستان دشمنی نداریم… جنگ افغانیت جنگ ما نیست.»
دا ډول خبرې یوازې سیاسي تحلیل نه دی؛ دا له خپل هویت څخه ځان ایستل دي، که څوک ځان د افغانستان د ملت برخه نه ګڼي، بیا طبعاً د دې خاورې دفاع ورته ارزښت نه لري؛ خو پوښتنه دا ده، که د دې خاورې له امتیازاتو، تابعیت، پاسپورټ، سیاست او اقتصاد څخه ګټه اخلې، نو څنګه یې د حاکمیت پر وړاندې بېپروا کېدای شې؟
ملي حاکمیت د کوم قوم شخصي ملکیت نه دی؛ دا د دولت او خاورې حق دی، هر څوک چې ځان د دې جغرافیې اوسېدونکی ګڼي، د دې خاورې د دفاع اخلاقي او حقوقي مسوولیت لري.
پوښتنه ساده ده:
ولې د بل هېواد حاکمیت سپېڅلی دی، خو د افغانستان حاکمیت د سیاسي محاسبې موضوع ګرځي؟
که اصل معیار د غیرنظامیانو ژوند، ملي حاکمیت او نړۍوال قانون وي؛ نو دا معیار باید په هر ځای کې یو شان وي، هغه که د ایران، فلسطین، یا هر بل هېواد پر وړاندې برید غندل کېږي، نو د افغانستان پر وړاندې برید هم باید په هماغه کچه وغندل شي.
ځینې هڅه کوي موضوع ته قومي رنګ ورکړي؛ خو ژورې کتنې ښيي، چې اصلي ستونزه قومي نه، بلکې سیاسي ده، په افغانستان کې د تېرو لسیزو ډېری بحرانونه د همدې فرصتطلبه سیاست له امله رامنځته شوي.
تاریخ ته که وکتل شي:
۱ـ د بچه سقاو لنډمهاله واکمنۍ د دولت بنسټونه کمزوري کړل او سیاسي ګډوډي یې پراخه کړه.
۲ـ د کورنیو جګړو پر مهال، د برهانالدین ربانی تر مشرۍ لاندې تش په نوم حکومت او د بېلابېلو تنظیمونو رقابتونو کابل او افغانستان ویجاړ او په اور یې وسوځاوه.
۳ـ د جمهوریت پر مهال، ډېری سیاسي څېرو د ملي روغې جوړې پر ځای د څوکۍ، معاملې او شخصي امتیاز لپاره یې سیالي کوله.
په دغو ټولو پړاوونو کې یوه ګډه ځانګړنه وه:
کله چې واک ته د رسېدو یا بېرته ستنېدو اړتیا پېښه شوې، ځینو سیاستوالو د پردیو ملاتړ ته سترګې نیولي، همدا ذهنیت دی چې نن هم ځینې کسان د بهرنیو یرغلونو او حتی برید په وړاندې نرم دریځ نیسي او هرکلی یې کوي ، ځکه فکر کوي د افغانستان په بدلونونو کې به شخصي سیاسي ګټه ترلاسه کړي.
یو وطن، یوه خاوره او د تاریخ وېش:
افغانستان هغه جغرافیه ده چې تاریخي بهیرونو، استعماري موخو او نړۍوالو سیالیو دوه ټوټې کړ او کمزوری یې وساته، انګرېزي استعمار په سیمه کې داسې کرښې او جوړښتونه رامنځته کړل چې یو ملت، د یوې ژبې خلک او د یوه کور خلک یې جلا جلا کړل.
ډېورنډ استعماري کرښه یې له همدو ده؛ چې وروسته پاکستان د همدې میراث پر بنسټ خپله ستراتیژي جوړه کړه، یو کمزوری، بېثباته او محتاج افغانستان.
د نظام مخالفت او د خاورې دفاع:
یوه مهمه کرښه باید روښانه وي، له حاکم نظام سره اختلاف حق دی، سیاسي نقد، مخالفت او بدیل غوښتل مشروع عمل دی؛ خو د بهرني برید او یرغل هرکلی کول یا توجیه کول له سیاسي مخالفته هاخوا په ښکاره د وطن پر وړاندې خیانت ګڼل کېږي.
ملي حاکمیت د واکمنې ډلې شخصي ملکیت نه دی؛ دا د ملت ګډ حق دی، که څوک د اوسني نظام مخالف وي، کولای شي خپل دریځ ولري؛ خو کله چې د وطن پر خاوره بم لګېږي، بحث نور د نظام نه، بلکې د خاورې کېږي.
د احساس او انصاف ترمنځ توازن:
د بل هېواد پر وړاندې برید غندل انساني دریځ دی؛ خو هماغه انساني معیار باید د افغانستان لپاره هم عملي شي، که عام وګړي وژل کېږي، که حاکمیت نقضېږي، که بمونه د هېواد په هره برخه او څنډه لګېږي؛ نو دا باید د هر افغان وجدان ولړزوي.
هغه څوک چې دلته ژوند کوي، له همدې خاورې ګټه اخلي، دلته سیاست کوي او دلته راتلونکی ویني، باید په یوه اصل هوکړه ولري، د پردي برید توجیه، که په هر دلیل وي، د ملي موقف کمزوري کول دي.
د وطن په دفاع کې معیار یو وي:
افغانستان هغه مهال له دې دورې وځي چې سیاسي رقابت د ملي حاکمیت قرباني نه شي؛ شخصي ګټه د خاورې له عزته پورته ونه ګڼل شي؛ بهرني فشار ته د سیاسي فرصت په سترګه ونه کتل شي.
که د بل هېواد پر وړاندې برید فاجعه ده؛ نو د افغانستان پر وړاندې هم ناورین دی.
که هلته وینه سره ده، دلته هم سره ده، که هلته حاکمیت مقدس دی، دلته هم سپېڅلی دی.
وطن نه د معاملو مېز دی او نه د ستراتېژیو شطرنج.
وطن امانت دی او امانت هغه وخت خوندي پاتې کېږي چې معیار مو یو وي، دریځ مو روښانه وي، او دفاع مو له هر ډول سیاسي حسابکتابه پورته وي.
هغه ملتونه قوي پاتې کېږي چې د پردي یرغل پر وړاندې اختلافات ځنډوي، نه دا چې اختلافات د پردي یرغل وسیله وګرځوي.
د یوه سولهییز، پرمختللي، اباد او ودان افغانستان په هیله!
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.