Browsing Tag

آمنه فنا

(باران(غزل

نن له آسمانه موسیقي را اوري په مړو سندرو زندګي را اوري نن مې رګونو کې رڼا نڅیږي نن مې له سترګونه مستي را اوري نن مې پر سر ګرځي وریځې د عشق په خیال غزلې باراني را اوري نن مې زړه غواړي ورته ووایمه یوه خبره په زړګي را اوري نن مې…

یوه کړکۍ

نن مې هغه لارې ټولې وتړلې هغه لارې، چې تر تا وې رسېدلې هغه لارې چې د عشق تر انتها وې رسېدلې نن مې ښه لویه ډبره په زړه کېښوه نن مې ستا د عشق کیسه نیمکړې پرېښوه نن مې ځان پسې آن ور د کوټې کولپ کړ خو یوه کړکۍ لا پاتې ها چې ستا…

وایلون

غواړم وایلون زده کړمه غواړم د ژوند پاتې شېبه شېبه مې درته سرود سرود کړم غواړمه تاته مې خبرې د زړه ټولې غزل غزل کړم ورسره ساز د وایلون او زمزمه مې وي په مینه مینه غواړم وایلون زده کړمه غواړمه ژوند مې ډوب سندرو کې وي غواړم چې…

نظم

غواړم بېرته راژوندۍ شم غواړم بیا د ژوند آسمان ته رڼا ورکړمه سپوږمۍ شم غواړم بیا شم درمیینه غواړم بیا دې لېونۍ شم غواړم بېرته را ژوندۍ شم د وطن غمو وژلي زړه کې پو د هیلو ساه کړم سره زخمونه یې ګینده کړم په مهینې ستن د صبر پرهرونه یې…

!یه بارانه

ښکلوې مې، ښکلوې مې نازوې مې، نازوې مې په یوه سا مې له غبرګو اننګو نه خدایزده څو مچکې اخلې اخی ټول وجود مې ريږدي له ساړو نه، ستا وړو وړو مچونه دومره مینه؟ دومره مینه جار دې وشوخه شیرینه برنډه کې یم ولاړه درته ګورم، درته ګورم…

پرې وزرې

... ته پوهېږې؟ ماته سپېنې ورځې تکې تورې شپې دي رانه سپینې د الوت وزرې پرې دي ها وزرې چې مې هیلې له تیارونه تر رڼا وې ها ټیکری سپین د مکتب مې يادومه ها چې اوس مې ترې رڼې اوښکې څڅېږي ها چې اوس لکه کفن راته ښکارېږي غبرګ غوږونه مې…

باراني ـ غزل

نن له آسمانه موسیقي را اوري په مړو سندرو زندګي را اوري نن مې رګونو کې رڼا نڅیږي نن مې له سترګونه مستي را اوري نن مې زړه غواړي ورته ووایمه یوه خبره په زړګي را اوري نن څه میین میین میین موسم دی* نن پر ما رنګ د عاشقي را اوري نن مې…

!ته مې یادېږې

ته مې یادېږې! ته مې یادېږې ورکه لالیه! تا ورکه ورکه کړم لیونیه ته مې یادېږې که ژوند سپرلی وي که ورژېږي که لمر راويښ وي که ویده کېږي ته مې یادېږې که توره شپه وي که سپوږمۍ موسکه که مهین ستوري راته ځلېږي ته مې یادېږې زړه مې…

غزل

له تانه څومره لرې، آه له ځانه څومره لرې له زړه نه څومره لرې، له ارمانه څومره لرې د درد له ګرده جوړه، د ټکور د اوبو خوبه خوړلې یم دردونو، له درمانه څومره لرې دا ځمکه مې له پښو نه تښتوي دا ځینې خلک یه خدایه زه ناچاره، له آسمانه…

غزل

خبرې د زړه وکړم، که کراره غلې کښېنم؟ شور جوړ کړمه یاغي شم، که له ډاره غلې کښېنم؟ ژوندون شیرین مزل دی، چې دې عشق وي همسفر نو زه ولې؟ تنها پر دغې لاره غلې کښېنم زما او د ها پورې هديرې نو څه توپیر چې هیلې زړه کې خښې کړم او یاره…