Browsing Tag

عبدالباري جهاني

شاهنامه او تاریخي افسانې / عبدالباري جهاني

د فردوسي د شاهنامې تاریخي پس منظر: لکه څرنګه چي د فردوسي شاهنامه له عجایبو او غرایبو څخه ډکه ده او له سره تر پایه د شیرینو افسانو یو اوږد داستان دی، چي سړی یې فوکلوري تاریخ بللای سي؛ دغه ډول پخپله د شاهنامې تاریخ او د فردوسي تر قلم پوري…

ایپي فقیر، د ازادۍ د لاري مبارز/ عبدالباري جهاني

ایپي فقیر (میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي د توچي درې د ایپي په کلي کي په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په…

عبدالباري جهاني /غزل

شپې به تیري د توپان وي ما به یاد کې ځلېدلی به اسمان وي ما به یاد کې په ګرېوان کي به مي اوښکي در یادیږي چي نری نری باران وي ما به یاد کې له هینداري به تصویر وي تښتېدلی تر قیامته به هجران وي ما به یاد کې په پانوس کي به نرۍ لمبه…

د سولي زېری / عبدالباري جهاني

یو ګیدړ سهار وختي پر آذانونو ورغلی وو د کلي تر کورونو تر یو څو تنګو کوڅو کورونو وړاندي سو په ستر ګه یې یو چرګ له وني لاندي کُلنګي چرګ لوړي وني ته ختلی ایله اوس یې خپل وزر وو رپولی چي اوږده یې کړه آدان ته خپله غاړه ګیدړ هم له لاندي…

د لېوه احسان/ عبدالباري جهاني

یو لېوه د غره لمن کي وږی تږی له ستړتیا یې خوږېدی په نس کي سږی څو شپې ورځي وو په غره کي ګرځېدلی وږي نس ته یې لا ښکار نه وو میندلی ګرځېدلی وو پر ونو او پر ژر ګو سپینه ورځ یې توره شپه لیده په سترګو یوه سوی وه راوتلې له خپل غاره…

غزل / عبدالباري جهاني

سپین ږیرتوب لکه وروستۍ ورځي د مني ژړي پاڼي دي رخصت اخلي له وني هره ورځ به دي زلمۍ مستي یادیږي هره شپه دي رنځ پر زړه ګرځوي ستني هره ورځ دي پر لکړه زګېروی ګرځي هره شپه دي مرګی نیسي تر لمني نه د ورځي د یارانو انتظار یې نه په شپه…

د سولي وروستی هلي ځلي /عبدالباري جهاني

په افغانستان کي د زیات و کم څلوېښتو کالو راهیسي جنګ روان دی. د دې څلوېښت کلنو تحمیلي جنګونو په جریان کي، داسي تاوان نسته چي د افغانستان اولسونو ته رسېدلی نه وی. وروستي جنګونه، چي پر افغانستان باندي د متحده ایالاتو او د هغوی د لوېدیځو او…

موږ مسلمانان یو؟ / عبدالباري جهاني

د ۱۹۸۱ کال د آکسټ میاشت به وه چي له افغانستان څخه، د کندهار پر لار، پاکستان ته مهاجر سوم. په لومړیو دوو میاشتو کي، په چمن، کوټه او پېښور کي د مجاهدینو دفترونو ته ولاړم؛ ما ویل ګوندي په دفترونو کي د ځان لپاره کار روز ګار پیدا کړم. خدای شاهد…

یو څو پوښتني / عبدالباري جهاني

پوښتني مي له ټولو لوستو او پوهو افغانانو څخه دي، خدای دي وکړي چي هیڅوک یې شخصي وانخلي؛ او خدای دي وکړي، چي که یې څوک په جواب ویلو وارزوي، نو په سړه سینه جواب راکړي. ځکه چي زه له هیڅ افغان او افغاني ډلي سره نه سیاسي دوستي او نه سیاسي دښمني…

د افغانستان سیاسي بحران / عبدالباري جهاني

بحران، د ډیکشنریو د تعریفونو په اساس، داسي حالت ته ویل کېږي چي یو فرد، یوه ډله، یو جمعیت او یا غونډه ټولنه له یوه خطرناک حالت سره مخامخ سي. په عمومي صورت، بحران په کورنۍ، اقتصاد او ټولنه کي داسي حالت دی چي سسټم چنداني کار نه ورنه کوي