Browsing Tag

عبدالباري جهاني

غزل

له دې مخلوق او له دې ښار سره مي نه لګیږي د دې رنګونو له بازار سره مي نه لګیږي پر خپلو پښو د خپل قاتل غیږي ته نه ورځمه پر خپل جنون له دې اقرار سره مي نه لګیږي دومره ساده نه یم چي خپل قاتل مي وستایمه د سرو منګولو له سینګار سره مي…

عُمرا خان او شیرافضل

د نونسمي پېړۍ په پښتنو کي که د یوه چا کیسه د ژمي د شپو د افسانو لاړ ته لوېدلای سي هغه به د عُمرا خان د ژوند د لوړو ژورو نکل وي. اکثر منابع وايي چي عُمرا خان د ۱۸۶۰ په شاوخوا کي د باجوړ د خان، امان الله خان په کورکي زېږېدلی دی. امان الله…

ملا نجم الدین (د هډې ملاصاحب) او روحانیت په افغانستان کې

په هغه اندازه چي د ملانجم الدین یا د هډې ملاصاحب، نوم د نولسمي پېړۍ په وروستیو لسیزو کي، د افغانستان او د ډیورنډ د پولي پر پوري غاړه د پښتنو په تاریخ کي له مهمو تاریخي پېښو سره یو ځای یادیږي په هغه اندازه یې د ځوانی او له دغو مهمو پېښو څخه…

امیر حبیب الله خان/ ډاکټر عبدالغني

مترجم: عبدالباري جهاني - د امیر عبدالرحمن څخه امیر حبیب الله خان ته پاچهي پرته له کومي ستونزي ورسېدله. په افغانستان کي د هر امیرله وفات سره سم په شاهي کورنۍ کي، د قدرت د نیولو پر سر، شخړي رامنځته کېدلې او په هیواد کي به عمومي ناکراری پیل…

ډاکټر عبدالغني/مترجم: عبدالباري جهاني

«عبدالغني په ۱۸۶۴ کال کي زېږېدلی او د پنجاب د ګجرات په ایالت کي یې زده کړي کړي دي. په ۱۸۸۵ کال کي اینګلینډ ته ولاړ او هلته یې د سردار نصرالله خان سره ولیدل. له هغه ځایه یې د امیر عبدالرحمن خان څخه په اینګلینډ کي د تحصیل لپاره سکالرشیپ تر…

د حالنامې ټایپي او چاپي نسخې / عبدالباري جهاني

  حالنامه د بایزید روښان او روښانیانو په باب داسي یو کتاب دی چي څوک د دغه تحریک په باره کي تحقیق او زده کړه کوي نو لوستل یې ورته حتمي دي. کتاب علی محمد مخلص کندهاري لیکلی دی چي د ده په قول د روښاني کورنۍ نیژدې سړی، مخلص او مرید وو او پلار…

د عمرخیام څو څلوریځې

د عبدالباري جهاني ژباړه-  این چرخ که با کسی نمیگوید راز کشته به ستم هزار محمود و ایاز می خور که بکس عمر دوباره ندهند هر کس که شد از جهان نیمیآید باز دا فلک دی چی هیچا ته د زړه نه وایی رازونه هم محمود او هم ایاز یې په ستم وړي زرگونه…

د عمرخیام څو څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

در چشم تو عالم ار چه می آرایند مگرای بدان که عاقلان   نگرایند بر پای نصیب خویش کت بربایند بسیار چو تو شدند و بسیار آیند رنگیني د زمانې دي د ژوندون له لاری باسی هی توبه له هغی لارې چی د عقل ورته شاسي د حیات هره شېبه دي د قسمت پر پاڼه…

د اعليحضرت امان الله خان اصلاحات او سقوط/عبدالباري جهاني

په افغانستان کی چی هر وخت د ترقۍ، تغییر او تنویر کلمات یادېږی نو  داعلیحضرت امان الله خان نوم به سم ورسره ملگری وي. د افغانستان په تاریخ  کی به هیڅ مشر په دغه اندازه له خپل اولس او د هغه له ترقۍ سره د هغه په اندازه ژوره، صمیمانه او صادقانه…

د امیر شیرعلي خان او سید جمال الدین افغاني دریځونه

عبدالباري جهاني  /  د انګریزي استعمار او روسي امپراطوری په مقابل کي د امیر شیرعلي خان او سید جمال الدین افغاني دریځونه “ د افغانستان په څیر نیم وحشي دولتونو سره موږ د هغو بین المللي قوانینو او مقرراتو رعایت کولو ته مجبور نه یو چي په…