Browsing Tag

پیر محمد کاروان

غزل

روغ چې شي په زړونو کې پراته داغونه تور په تا خدای خو دې درمل کړه چې دردونه شي ټکور په تا * وینه چې سکته نه شي په زړه کې د نرګس ګلاب بل دې شي په شنو اوبو دا سور او ژېړی اور په تا جېب د تیږو هر سړی سپړدی شي مومیایي پسې زهر په…

ژاړي

شیطان به خاندي خو انسان او پرښتې ژاړي ستا په ماتم کې، د وطن بُوره ادې ژاړي د ژوندون متن اوښکې اوښکې په سلګو یې لولم لفظونه مات کلمې کولپ دي او جملې ژاړي د کلي پورې غونډۍ ټوله هدیرو، ونیوه د کلي زړه چاودلی ماتې دروازې ژاړي…

د یوه خوږ اروا لیکوال اولنی دیدن

نولس سوه درې نوي یم میلادي کال د پېښور د اوړي زاره چاودی موسم و. له ماښامه تر ماښامه د شعرونو ټولګه مې خپره شوې وه. د خوږې پښتو او د دنیا د ځینو لویو شاعرانو شعرونه مې لوستي وو. د خودخواهۍ هغه پېریان مې له سره الوتي وو، چې ګوندې زه…

غزل

هغه سندره چې یې ستا په محبت کې وایم په زړه مې لیک ده خو دا لیک به په جنت کې وایم بیا مې بدغږي مارغان زړه ته په مښوکو وهي د یوې بلبلې مرثیه هم په خلوت کې وایم کاشکې شبنم شمه د ګل په غېږ کې غلی کېنم د چا د زلفو خوشبویي چې په…

غزل

ژوند د ساحل غاړه او شېبې د شګو، ڼۍ* دي جوړې ماشومانو په کې نوې کوټڼۍ دي غشي څه پر څوکو د اغزیو هم بندیز دی امن پورته کړې بیا رنګینې پوکڼۍ دي دا ماشومان ته وا د شنو چایو ګیلاسونه ګرانې لکه میندې ورته ګوړې د ګوڼۍ دي دا نجلۍ به څو…

فطرته جار دې شمه

فطرته جار دې شمه جار دې شمه فطرت محشر کوي شهکاره موسیقي غږوي پیالې پیالې ګلونه سترګې د ساقي غږوي پستې مطربې نرمې ګوتې مې د زړه په پردو څه غلې ملې کېږدي نغمې نغمې لکه په نرم شمال پاڼې د ګل له خوندورنګه رېږدي د شپېلۍ غږ پاس په هوا کې…

خیالي لیک، یوې مرغکۍ ته

سلامونه مرغکۍ مینه مینه مرغکۍ راته کړې دې خبره تکه سپینه مرغکۍ څه پسته مسته نازکه څه ورېښمینه مرغکۍ *** وې دې پام کوه پر ځان دې چې بیمار پسې ډېر نه شې چې یې ړنګ په حافظه کې له ژوندونه چې هېر نه شې چې په مخه راځې ماته بې دیدنه…

کرونا به نه وي

خدای به کرونا په تندر و ولي کرونا به نه وي خو دا ارمان دی چې د څو سترګو رڼا به نه وي پر څو خولګیو به یې اېښي وي برغولي د مرګ په کې تربته به خندا وي په خندا به نه وي ها د معلمې درس له ځوږ د ماشومانو سره د شنو طوطیانو شور به غلی وي…

جنګه مړ شې جنګه مړ شې

د افغان وطن ماشومې وو کمیس نوی اغوستی په خځلو کې لګیا وه  زمزمه یې وه پر شونډو کله کله په ګډا وه زړه یې ګوړې ماتولې سره اړوي خځلې او مځلې ګوندې څه خو په لاس ورشي بیایې خرڅ کړي یو زرغون شال به پرې وکړي خو ناڅاپه ناببره لېونۍ…

ته راشه بارانه

ته راشه بارانه د یوه تږي ګل غوښتنه ده تاته یې نېولې بس پولۍ پولۍ لمنه ده ته راشه بارانه د بلبل نغمه له تندې مري ماته یې په ستوني کې تېره د ازغي ستنه ده ته راشه بارانه ماشومانې غوټۍ مړاوې دي پټه یې په ګونځو کې هم تا لره بلنه ده ته…