Browsing Tag

نور محمد لاهو

وړې کشتۍ

چې ماښام په خپلو ګوتو ددې سیند سپينې څپې یې تکې تورې رنګولې ته هم هلته وې ولاړه له سپين مخه دې رڼا وې رالویدلې او دې سیند به بیا سینې پورې ټومبلې لکه څو سپینې ډیوې د نیلوفر په څیر اوبو نه وې وتلې له هغې ورځې راهیسې سیند له ځانه سره…

بدمرغه شیشه

زه یم هغه کم نصیبه ګڼه ونه چې یې څانګې له میوې وروسته مړې کیږي لکه مزی د یو ښکلي کاغذ باد ناڅاپه پرې شي ورسره هم لوبه پایته ورسیږي اې ما د ګلو په کمیس کې لکه زوړ کنګل په غیږه کې اوبه کړه ‎ * * * ** زه یم هغه په ځوانۍ کې زړه شوې…

بدیل خویونه

ته په وخت د ښایستې رڼا په څير زما د مات څراغ شیشه کې میلمه نه شوې لوی دریاب وې د یو چا په یوې لپې باندې وچ شوې هغه ونه دې په یاد ده چې په تا پسې هروخت یې شینکي سیوري ګرځول به ؟ د هغې اوس په لاسو کې د میوې په ځای ډبرې راشنې کیږي اوس…

ړنګ وجود

ما په ځمکه هغه لاره پیدا نه کړه ! هغه لار چې لکه سره خوږه قالینه د انارو ستا د کور تر دروازې وه غوړیدلې هغه لاره اصلن نه وه هغه لاره وه یو چا راته په سترګو رسم کړې هغه لاره مې لیمو کې اوسیدله داسې داسې لکه چا وي په لوګجنې آیینې د…

یو ځنګل مرغۍ

یو ځنګل مرغۍ ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې د دریاب وحشي څپې لکه هوسی د ساحل غاړوته په مینه ویدې کیږي او بادونه د دې ونو یوه پاڼه هم نه غواړي چې وښوري ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې د بدن شیرچایي رنګ دې د اوبو د شینکي رنګ…

د توت شیریني

د توت شیریني دا مات زړه ! لکه دا ستا له سره ټيکري نه راپرې شوې ځوان غاټول وایه په کومې غونډۍ کیږدم چې یې ولیدای شې یاره ؟ د جنډې غوندې په کوم زیارت ورَپم چې شمال مې ستا تر خوږ کاکله درشي ؟ او باران لکه د توت شیریني د…

کنګل لاسونه

خدای دې نه کا لکه سیوری د لمبو ستا د باغ په شګوفو باندې راخور شم خدای دی نه کا لکه دوړه دې په سپینه رڼا داغ شم او که کیږم بیا د هغه درانده تبر تیره غږ ته دې زه کینم چې په خرَپ له لمدو څانګو د چنار نه پورته کیږي زه نور غواړم…

نا معلوم وطن

زه خپه یم زه خپه یم زه له هغه تیره غشي نه خپه یم چې زما له ستړو سترګو په څنګ تیر شو ستا د مخ په بنفشو باندې یې وینې وشیندلې ستا په تاندې او معصومې شنې لمنې په سرو وینو رسم شو یو سرو خالو نه صدقه شم + + + + + ته مې غیږ کې لکه…

!ته غږیږه

ته غږیږه ! ته چی خبرې کوې دا ستا له غږه د انارو تکې سرې سرې خوشبویانې پورته کیږي ته چې خبرې کوې د شیرین غږ په رنګه مَوج دې شاه پرک غواړي ویده شي . سړی غواړي کلماتو نه دې غټه مړۍ واخلی ته چی خبرې کوې یو د سلګونو کلو…

یوه ستوې لار

د غُربت ناځوانه درد دې هغه چارې په ما وکړې لکه تږې ، تیرې څوکې د یو تبر د ګلونو نرمو غاړو سره وکړې تا لیکلي څنګه یمه ؟ زه ښه نه یم زندګی داسې ترخه ده لکه شپه کې د اسحاق ننګیال د مرګ سخته شیبه یا لکه زخم کې دننه راشنه شوې د…