Browsing Tag

عبدالباري جهاني

کرونا

خدایه څه آفت نازل سو پر ښارونو د ژوندیو د ناورین ابۍ سوه لنګه ریښې کاږي د ښادیو نن د سلو د مرګ واورو سبا کړیکه سي د زرو ته وا ټول یې غلمیان دي کسات اخلي د پېړیو چي هر څوک د ځان په غم دي که محشر نه دی نو څه دی زلمي ورک دي له سپین…

انتظار به یو تر کومه؟

خدایه وینمه قومونه چي اسمان ته پورته کیږي همدا یو کور دی پر مځکه چي سور اور پکښي بلیږي نه یې شپې سولې روښاني نه یې ورځي سوې کراري هم تیاره له ساندو ډکه هم رڼا وهي کوکاري یا یې خپلي سترګي سرې وي یا د ورور پر کور ناورین دی سبا نه ور…

د ښاغلي عبدالباري جهاني” تاریخي څېړني دوهم ټوک“ چاپ سو

د ښاغلي عبدالباري جهاني” تاریخي څېړني دوهم ټوک“ چاپ سو! دا اثر د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کي د هیواد د نومیالي شاعر او موءرخ ښاغلي عبدالباري جهاني د ژورو او مفصلو تاریخي څېړنو ټولګه ده چي د لومړي ټوک (لمریز کال، ۱۳۹۳چاپ) په تعقیب خپرېږي.…

آدم خان او درخانۍ

آدم خان او درخانۍ، د پښتنو په اولسي کلتور کي، داسی فوکلوري کیسه ده چی تر بل هر نکل زیات ډولونه لري او له کندهار څخه تر سوات  او لغمان پوري د پښتنو په ټولو سیمو کی مشهوره ده او په هره سیمه کی جلا رنگ لری. که څوک چاته په کمه سترگه وگوري نو…

پردۍ پاچهي

یو چغال وو د رنګرېز خُم ته لوېدلی له یوه خُمه وو بل ته غورځېدلی یو څه سور یو څه زرغون یو څه لا شین سو له غوږونو تر لکۍ پوري رنګین سو په ځغستا ولاړی ځنګله ته سو دننه کنه روح یې وو الوتی له بدنه په ځنګله کي چي وو هر حیوان لیدلی چا له…

غزل

له پردي وطنه ځمه لټوم کور د خپلوانو له رویباره مي پوښتمه محلونه د یارانو ما په تمه د درملو ورته عُمر دی خوړلی نه مرهم مي دي لیدلي نه مي څرک د طبیبانو خدایه زخم مي ناصور دی مسیحا در څخه غواړم هم لقمان مي ستړی کړی هم اکسیر د حکیمانو…

غزل

شپې په لار کي سپینوم رویبار به راسي یوه ورځ به ګوندي ږغ د مسیحا سي هره شپه یې د راتللو زېری اورم هره ورځ مي هوسونه نیمه خوا سي خپل جنون مي په قولونو غولومه وایم نن به مي قسمت بیرته پخلا سي د ماشوم په څېر هینداري ته خندېږم وایم…

ولیکه اسمانه د زمان حماسه ولیکه

د جنوري پر شپږویشتمه، د منظور پښتین او د هغه د ملګرو بنديانول، یوازي پنجابي استبداد  ته د شرم خبره نه بلکه ټولو هغو پنجابي پښتنو ته پېغور دی چي لا هم د پښتون تحفظ تحریک په مقابل کي د پنجاب د منحوس استبداد ملاتړ کوي. ولیکه اسمانه د زمان…

د جهاني ژوندلیک ”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ اثر چاپ سو

د افغانستان د نومیالي شاعر، لیکوال او مورخ او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني ژوندلیک (آټوبیوګرافي) ”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ چاپ او خپور سو. په دغه اثر کي، ښاغلي جهاني د خپل شخصي، علمي، ادبي او…

منظور پښتین ته

منظور پښتین ته: ته هغه یې چي په خوب کي مي لیدلې ته هغه یې چي بابا به مي کیسې راته کولې ته هغه یې چي په پاڼود تاریخ کي مي لوستلې زما یادیږي چي سپین ږیرو به ویله شاعرانو به کټ مټ را نقلوله دا کیسه به په رباب کي شرنګېدله یوه ورځ به…