Browsing Tag

سرلوڅ مرادزی

د مرکزي حکومت ملاتړ ملي دنده ده!/سرلوڅ مرادزی

وايی، هغه ملت چې له خپل تاریخه بېخبره وي، د پېښو په بیا بیا تکرار محکوم دی. افغانانو ته نه ښای د جهادي تنظیمونو د نويیمې لسیزې ناورین یو ځل بیا پر ځان تکرار کړي. افغاني ټولنې په ۹۰ یمو کلونو کې د مرکزي حکومت تشه لېدلې او ډیری هغه کسان چې…

ټولټاکنې، موقت حکومت او که عنعنوي لویه جرګه/ سرلوڅ مرادزی

د هېواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د وږي میاشت په دوهمه، امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل، د دېکمیسیون د شمېرنو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا نهه…

نوی ملي اېتلاف او د زور او کړکېچ زوړ دریځ/ سرلوڅ مرادزی

د روان کال د جولای په ۲۶ مه څو تنو پخوانو او ازمایل شویو څېرو چې سر کې يي محقق، رشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، انوارالقاحدي، همایون همایون، ظاهر قدیر، ضیا مسعود، رحمت الله نبیل او زلمی رسول ځای لري، د کړکېچ او زور په زاړه دریځ…

په شمال کې ګډوډۍ ته څوک لمن وهي؟/ سرلوڅ مرادزی

داسې ښکاري چې یو شمېرطالبانو سره د افغان دولت د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو خبرې چې په وروستیو کې يي نوې بڼه او تمه پیداکړې، شمالټلواله وارخطاکړې او غواړې دا ځل بیا د روغې جوړې او سولې بهیر، په نويیمه لسیزه کې د ډوکټور نجیب الله او ملګرو…

د اوربند معجزه / سرلوڅ مرادزی

د کوچني اختر په ویاړ، د طالبانو په وړاندې چې د حکومتي واک ترلاسه کولو لپاره د مرکزي حکومت او هېواد مقابل کې جنګیږي، د افغان حکومت یو اړخیز اوربند په تېرو دوه لسیزو کې هېوادپال اقدام او کمساری نووښت ګڼل کیږي. اوربند د سولې په اړه په کور…

طالبانو سره اوربند، د افغانانو د خوښۍ اوښکې وبهولې!/ سرلوڅ مرادزی

په یوه وېډیو کې چې د «کابل ټکی کام» په مټ خپره شوې، په کندهاري ویینګ(لهجه) د سولې یو ارمانجن ځوان په ژړا او چیغو طالبانو او د هېواد پوځي ځواکونو ته سوال او زارۍ کوي چې «جنګ بند کړۍ او سوله وکړۍ. نوموړی وايي څلور زامن مې دي ټول قتل شي، خو چې…

د پاکستان لنډه غر اوهرکاره پوځ!/ سرلوڅ مرادزی

ډیری اوس هم په دې اند دی چې پاکستانی پوځ یوازې د هغه هېواد بهرنۍ پالیسې او هغه هم د افغانستان او هند په اړه ترخپلې ولکې لاندې ساتي او په نورو چارو په تېره بیا هېواد کې دننه په ملکي مسایلو کې هومره ګوتې نه وهي. خو د پاکستان…

د منظور پښتین«سره خولۍ» د خپلواکۍ سیمبول! /سرلوڅ مرادزی

پر افغانستان سربېره د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه په کلونو لګیا دي، ثابت کړي چې د ترهګرو ترشا پنجابی پوځ لاس لري، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په څو میاشتو کې ټولې نړۍ ته ښکاره کړه چې پنجابی پوځ نه یوازې د ترهګرو ترشا ولاړ دی، بلکې…

کابلوف د طالبانو د ویاند په دریځ کې!/سرلوڅ مرادزی

د افغانستان پر ډګر تپل شوې بهرنۍ جګړه او د هغې بهرني لوبغاړي اوس د رسنیو په کچه، مخامخ یو د بل په وړاندې دریږي او د جګړې د پېچلې معما ناڅرګند اړخونه افغانانو او نړیوالو ته ورځ تربلې ډاګیز او لا روښنانیږي. د جګړې د یوه اړخ، افغانستان لپاره…

د نوازشریف وروستي اعترافات باید جدي ونېول شي!/ سرلوڅ مرادزی

په پاکستان کې ISI او پوځ تر اوسه پورې د سپېڅلي ځواک پتوګه ګڼل کېدل او د ملکي جیګپوړو چارواکو په ګډون، هیچا زړه نه شي کولای پرهغه نیوکه وکړي. پاکستانیان تر اوسه په دې باور ول، په داسې ځواک نېوکه چې ځان نامسئول او واجب الاحترام بولي اسانه کار…