Browsing Tag

عبدالباري جهاني

تصوف او اسلام

د کتابونو د لنډی  پیژندنې په لړ کی دا دی د دې لړۍ د دوویشتم کتاب، چی تازه می ګوته ته راغلی دی، منځ پانګه  درپیژنم .  دا کتاب چی تصوف او اسلام نومیږی، د هیواد د پیژندل سوی شاعر، لیکوال او مؤریخ ښاغلی جهانی په زیار اوزحمت لیکل سوی او په ۱۴۰۰…

خاونده څه سول د ښار ښاغلي

بیا به موسم سي د سروغوټیو زېری به راسي د پسرلیو بیا به اورېږي پر غزلونو ږغ د پاولیو شرنګ د بنګړیو ××××××××××× زه به درځم چي انار پاخه وي محتسب مړ وي سیوری یې نه وي پر هر قدم به سجدې کومه د ارغند خاوري به مي رانجه وي…

غزل

وختونه به تیریږي دا ژوندون به سبا نه وي دې ښارته به د اوښکو د سېلونو سلا نه وي تیارې به د قرنونو وي له لمره تښتېدلي په خونه را شریک به مو پیریان او بلا نه وي کارګان به په تور مخ وي زموږ له باغ څخه وتلي پر کور د انارګل به د…

څلوریځي

واوري دي اوري زموږ پر بامونو زموږ به نغري وي تش له اورونو امن راغلی ډوډۍ دي نه وي کچکول به یوسو تر خیراتونو ××××××××× خلکو اسلام دی درته راغلی مُلا پاچا دی طالب ښاغلی لا« څشي غواړی» له واکمنانو هر کورته امن ور رسېدلی…

یوه نه زر خاطرې

په لومړۍ ورځ چی می ستا سره لیدلي پر هغې ورځي لعنت سمه ویلای ما هیڅکله تاته زړه نه وو درکړی دا خبره هم پر ژبه سم راوړلای اسوېلي به زیاتي نه لرم په خوله کي ستا دپاره چی می ځای نه وي په زړه کي نور له زړه څخه ستا مینه سم ایستلای له بل…

غزل

زه به دي پلو له مخي لیري کړم پخلا به سو راسه چي له ښاره سره ووزو پر بېدیا به سو څو به لا په پټه له هینداري څخه سوال کوو چیغه به سو، دار به سو، منصور به سو، رسوا به سو خولې د عالمونو څوک ګنډلای نه سي وايی دي نور به لاس تر غاړي…

غزل

یوه ورځ به داسي راسي چي مي یار په سترګو وینم خپله مېنه خپل مي کلی خپل مي ښار په سترګو وینم پرسکروټو به وروړمه د تڼاکو رباتونه چي نه سیوری د رقیب وي نه اغیار په سترګو وینم ما د خپلي سجدې لوری له اورغوي دی اخیستی لا مي پلونه…

غزل

خاطره: پرون مازیګر ناوخته قدم وهلو ته تللی وم. زموږ له کورونو سره نیژدې د سړک په پای کي یو پراخ او ښکلی چمن دی. پر چمن باندي له دریو خواوو یو وړوکی ځنګل را ګرځېدلی دی. د چمن هغه کونج چي په ځنګله ننوتلی او ډېر خاموش او آرام ښکارېدی او…

ملي بیرغ

په واشګنټن کي اوسېدونکو افغانانو ټلیفون را ته وکړ چي د  سیمي اوسېدونکي افغانان غواړي په یوه لوی پارک کي د افغانستان د استقلال د ورځي په مناسبت جشن جوړ کړي. او ماته یې هم په دي مراسمو کي د ګډون کولو بلنه راکړه. ماته دا عجیبه ښکاره سوه چي…

غزل

که لکه شمع ستا په لاره کي مشل نه یمه یوه شېبه دي له رقیبه سره مل نه یمه زه به قدم د رقیبانو پر لېمو ایږدمه په سپینه ورځ درته راځم د دیدن غل نه یمه زه د پېړیو ګیله منو پرهارونو آواز قصیده نه یم مثنوي نه یم غزل نه یمه زما…