آيډيالوژيک نظامونه که د غلام کولو معاصره بڼه؟/ عبدالنافع همت

0 776

ټکسي د کابل نادريې ليسې ته ورسېد، ټکسي چلوونکي له سويچ بورډ څخه کاغذي دسمال راکش کړ او اوښکي يې پاکي کړې، ويل د ببرک د حکومت وخت و، په دې لیسه کي مي د دوولسم ټولګي اخيري امتحان و، ناببره د لیسې پر دېوال عسکر راواوښتل، موږ ټول يې ودرولو او بيا يې وويل: حزبي ځوانان يوې خوا او غير حزبي ځوانان دي بلي خوا ته سئ! د قوماندان عظيم خان په امر دوه صفونه جوړ سول، زه په هغه صف کي وم چي د ځوانانو د سازمان غړی نه وم. عظيم خان موږ ته وويل: تاسي د دې وطن په درد نه خورئ، تاسي بيخي انسانان نه ياست، بايد مړه سئ! بيا يې يوه ډلګۍ مشر ته وويل: دوی ټول د عسکرو د تجمع مرکز ته واستوه او بې له دې چي اسناد يې وګورئ عسکرۍ ته يې واستوئ. د ټکسي چلوونکي ژړا نوره هم لوړه سوه، ويل موږ يونیم سل ځوانان يې په زوره عسکرۍ ته بوتلو، په ټولو کي يوازي زه يې ژوندی پاته يم، نور ټول په هغو جګړو کي مړه سول، زه که څه هم ژوندی پاته سوم، خو ښوونځی او پوهنتون راڅخه پاته سو او دا دی اوس ټکسي چلوم.
په بدوي دوره کي به يوې قبيلې پر بلي قبيلې بريد وکړ، د هغې قبيلې هر څوک چي به لاس ته ورغلل نو هغوی به يې د مريانو په ډول ساتل، خو وروسته چي آيډيالوژيک نظامونه جوړ سول نو ټول ملت د ګوند مريي وګرځول سو. په آيډيالوژيک نظام کي بايد ټول ملت داسي فکر وکړي چي ګوند يې کوي او بايد خپل ټول کړه وړه د ګوند له کړو وړو سره برابر عیار کړي، ګوند د يوې ايډيالوژۍ له مخي فکر کوي او آيډيالوژي د يوه فرد د فکر محصول ده. پخوا به فرعون خلک په زور مجبورول چي دی په خدايي ومني او اطاعت يې وکړي او ايډيالوژيک نظامونه ملتونه په معاصره بڼه مريان کوي او خپل اطاعت ته يې اړباسي، دا کار پخوا هم کېده او اوس هم کېږي، د شمالي کوريا ټول ځوانان مکلف دي چي خپل وېښته د ولسمشر په ډول جوړ کړي.
ملت پالنه يا نشنلیزم تر ټولو غوره، واقعبينانه او منطقي مفکوره ده، ځکه چي په دې مفکوره کي د يوې ځانګړي آيډيالوژۍ او شخص پر ځای پر ملي ارزښتونو تکيه کېږي او د ملت ټولي پرګنې او قومونه خپل حضور پکښي ويني، يو ښه مثال يې د ګاندي مبارزه او د ده په لاس جوړ سوی نظام دی. ګاندي ملت د ځان لمانځلو ته نه راوباله، بلکي د ملي ارزښتونو خبره يې کوله او ملي ارزښتونه تر هغو ژوندي وي چي ملت ژوندی وي. ګاندي له انګرېزانو خپلواکي واخيسته او هغه نظام لکه د ويني تويولو پرته چي يې جوړ کړی و له ويني تويولو پرته پياوړی پاته سو، له خپلو سیاسي مخالفينو يې کسات وا نه خیست او نه يې هغوی له سیاسي ډګره ليري کړه، ځکه دوی يې هم د ملت برخه بلل. نن موږ هم يو ې داسي مفکورې ته اړتيا لرو چي پر ملي ارزښتونو ولاړه وي، نه دا چي د غربي کميس لپاره مو لاسونه پرې سي چي تر څو دا کميس راباندي جوړ او بيا د لاسونو د پرې کولو په بيا راواغوستل سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply