تخار کې ۱۷ کلنه نجلۍ وژل شوې ده

37

د تخار ولایت له سیمه‌ییزو سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د ناامنۍ او جنايي پېښو په دوام، د دې ولایت د مرکز تالقان ښار کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په ډزو وژل شوې ده.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، رسنیو ته ویلي چې دغه نجلۍ مژګان نومېده، د یارمحمد لور وه چې په «بابکه» مشهور و. نوموړې د دوشنبې ماښام د ماښام له ۶ تر ۷ بجو پورې په خپل کور کې وژل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د تالقان ښار د بدخشي قشلاق د چشمه‌شیر په سیمه کې شوې، چې مژګان د ډزو هدف ګرځېدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پېښې وروسته طالبانو د مژګان جسد د تخار ولایتي روغتون ته لېږدولی او د هغې د کورنۍ ټول غړي یې هم له ځان سره بیولي وو.

سرچینې زیاتوي چې د سې‌شنبې په ورځ، وروسته له هغه چې جسد یې کورنۍ ته وسپارل شو، مژګان خاورو ته وسپارل شوه.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه او عاملان نه دي څرګند شوي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په سرپل ولایت کې یوې ۱۱ کلنې نجلۍ باندې د ناپېژاندو کسانو له لوري جنسي تېری شوی و او وروسته یې په بې‌رحمانه ډول وژلې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.