د بدخشان ولایت له سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې ولایت د وردوج ولسوالۍ یوې ښځې په دې وروستیو کې ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
سرچینو د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۳مه، رسنیو ته ویلي چې دغه ښځه شکیلا نومېده او د مېړه د کورنۍ له لوري د تاوتریخوالي، ناوړه چلند او رواني فشارونو له امله یې ځان وژنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، شکیلا د څلور میاشتنۍ لور مور وه. ویل کېږي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړې د کورنیو ستونزو د حل لپاره د طالبانو محکمې ته مراجعه کړې وه.
سرچینې زیاتوي چې د دوسیې د څېړنې پر مهال د طالبانو د محکمې قاضي شکیلا د طلاق د غوښتنې په تور وهلې ټکولې ده، حال دا چې د سرچینو په خبره، نوموړې هېڅکله د طلاق غوښتنه نه وه کړې، بلکې یوازې یې غوښتل له خپل مېړه سره له تاوتریخوالي او فشار پرته ژوند وکړي.
تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. سرچینې ټینګار کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.