له ۶۰۰ څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته راستنې کړل شوې

33

له ۶۰۰ څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته راستنې کړل شوې

طالبانو اعلان کړی چې د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۶۹۳ کورنۍ، چې ټولټال ۳ زره او ۶۲۶ کسان کېږي، افغانستان ته بېرته راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، په هغه خبرپاڼه کې چې د چنګاښ په ۲۳مه خپره شوې، ویلي چې د ننګرهار د تورخم له لارې ۶۰۹ کورنۍ، چې ۳ زره او ۲۳۱ کسان پکې شامل دي، هېواد ته راستانه شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سپین‌بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ، چې ۴۰۳ کسان پکې شامل دي او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۴ نورې کورنۍ، چې ۹۲ کسان کېږي، افغانستان ته بېرته راستانه کړل شوې دي.

ډېر راستانه شوي کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي؛ لکه د سرپناه نشتوالی، د کار موندنې ستونزې، د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو کمښت او روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته اړتیا.

مرستندویه بنسټونو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی به پر سرحدي سیمو او زیانمنو کورنیو د شته امکاناتو فشار لا زیات کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.