Browsing Tag

عبدالوحيد وحيد

د سمون ملاتړي يو، خو ړوند تقليد نکوو

د ژور تأسف ځاى دى چې موږ  د خورا لوړې کچې عاطفي اړخ په درلودلو او يا هم  له کږليچونو څخه د ډکو او پيچلو سياسي لوبو کې د اړينې پوهې او تجربې د نشتون له امله له تيرو څلورو لسيزو  راهيسې په مسلسل ډول د مشرانو په غلطو او دروغجنو ژمنو باندي…

سايبريايي خرس بيا په لومه کې ونښت

اوکراین په ختيځه اروپا کې موقعیت لري او له روسيې وروسته د دغې وچې دوهم ستر هېواد دى.  دغه هیواد د سمندر له سطحې څخه اوسطاً  په 175 متره لوړوالي کې پروت او نزدې ټوله ځمکه يې  هواري دښتې جوړوي. نوموړي هيواد د پولنډ-لیتوانیا، روسیې، او د شوروي…

ښه حکومتولي، يعنې څه؟

په معاصره نړۍ کې د ښې حکومتولي اصطلاح  د سياسي بحثونو پرمهال پرله‌پسې په زياتيدونکې توګه کارول کېږي، خو  عملاً داسې ښکاري چې ښه حکومتولي تيوري ده او که تحقق هم ولري نو په نړۍ کې به د ښې حکومتولي درلودونکي هيوادونه د ګوتو په شمار وي. البته…

د “نا کرده ګناهونو” بشر دښمنه پريکړه

موږ ته خو لا تراوسه پورې داسې کره شواهد مخته نه راغلل چې د يولسم سيپټمبر په پېښه کې القاعده ښکېل وه که د کوم بل  مرموز او مخفي اړخ دسيسه وه، طالبان ملامت وګڼل شي که اسامه بن لادن ته د پړې ګوته ونيول شي، دغه رامنځته شوې پېښه له بهر څخه تيار…

د خپلواکي له خاورې  د خيراتو تر وطنه؟

د هر ملت لپاره خپلواکي واقعاً بې بديله نعمت دى، خو بېوزلي احتياج دې ورک شي. د خپلواکو ولسونو ازادي سلبوي. هغه مهال له ازادي څخه خوند اخیستل کیږي چې د خپلواکي ټول شاخصونه پوره او عشاریې مثبتې وي. لله الحمد موږ  په خپله خاوره پردي ځواکونه…

ټول شموله حکومت که ټول شموله ميکانيزم؟

د سردار محمد داود خان د حکومت په وړاندې د خلق او پرچم ګوندونو له خونړۍ کودتا راپدیخوا تر اوسني حکومت پورې له لږ او زيات توپير سره هرې حاکمې ډلې له خپلو افرادو څخه جوړ شوى حکومت پراخ بنسټه،  مشروع او په ټولو معيارونو يې برابر ګڼلى دى. د نورو…

د وسلې په زور واک ته رسېدل فاجعې رامنځته کوي

د ناروى په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په هکله وروستۍ ناسته د افغانانو ترمنځ او له نړيوالو سره د ګد تفاهم، د ستونځو د حل کولو، د تاوتریخوالي د ختمولو او هيواد ته د نړيوالو مرستو د جلبولو لپاره يو بل ښه فرصت دى.  ډېر فرصتونه مو له لاسه…

واک ولسي امانت دى که د شخصي امتیازاتو کڅوړه؟

په عمومي توګه دولتونو او حکومتونو ته ددې لپاره اړتیا ليدل کيږي چې خلکو ته په ښه ډول اسانتياوې رامنځته کړي، قانون پلی او عدالت قائم کړي، خپلواکي وساتي، د ټولنې د مادی شتمنيو او معنوي ارزښتونو  څخه په ښه ډول ساتنه وکړي. موږ دلته د خپلو…

!رباب مو جوړوو، راڅخه څمڅه شو

څو ورځې وړاندي مې په خبرونو کې ولوستل چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې روان وضعیت په تړاو د انديښنې څرګندونه کړې وه. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د قزاقستان د ستونځې سوله ييز حل غوښتل شوى وه. حيران شوم چې دغه…

د خپلواکي منزل او موږ ته پاتې مزلونه 

خپلواکي او ازادي هغه نعمت دى چې په خوند يې يوازې هغه ولسونه ښه پوهېږي چې د غلامي د ذلت ځنځير يې په غاړه کې شرنګېدلى وي. خوښ يم چې موږ د امریکا او ناتو له غلامي څخه تر يوه حده پورې خلاص شو، خو دلته باید د غلامي تنوع او مختلفو پړاوونو ته په…