Browsing Tag

کرکټ

جانتن ټروټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

جانتن ټروټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مډل ارډر توپوهونکی جانتن ټروټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو. نوموړی به د ایرلینډ پر…

د خوست کریکټ رسنیز جام د اووم پړاو اتلولي د سولې پیغام راډیو لوبډلې وګټله

د خوست کریکټ رسنیز جام د اووم پړاو اتلولي یو ځل بیا د سولې پیغام راډیو پیاوړې لوبډلې وګټله. د یاد رسنیز جام پایلوبه د سولې پیغام راډیو او ژمن راډیو تلویزیون غښتلو لوبډلو تر منځ تیر مازدیګر تر سره شوه. د غه دوې لوبډلې د خوست رسنیو د…

افغان لوبډلې زمبابوې ته په دویمه شل اوريزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

افغان لوبډلې زمبابوې ته په دویمه شل اوريزه لوبه کې هم ماتې ورکړه. نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړو لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره زمبابوې ته ۱۷۱ منډې هدف ورکړ. د زمبابوې لوبغاړو ټاکل شوی هدف…

افغان کرېکټ ملي لوبډلې، زمبابوې ته پۀ تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې، زمبابوې ته پۀ يوه تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه. دغه لوبه کې پچه افغان لوبډلې وګټله او د  توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، چې پۀ ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۲۷۳ منډې وکړې. توپ وهنه کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۸۳ منډې ترسره کړې.…

ګجرات لوبډلې د ای پي ایل سیاليو اتلولي وګټله

کرکټ؛ د ګجرات لوبډلې د 𝐈𝐏𝐋 سیالیو اتلولي وګټله د هند لوی تجاري لیګ سیالۍ«ای پي ال» د ګجرات ټایټنز لوبډلې په بري پای ته ورسېدې. ګجرات د دغه لیګ نوې لوبډله وه چې افغان لوبغاړی راشد خان یې مرستیال کپتان و. د آی پي ال پایلوبه نن یکشنه…

هندوکش لوبډلې د زرغون افغانستان جام اتلولي وګټله

دعوت میډیا ۲۴ ( شنبه /۳۱ ثور/۱۴۰۱): د زرغون افغانستان د یو ورځنیو سیالیو پایلوبه لوبه نن د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ورځې په پای کې د هندوکش لوبدلې د ابراهیم ځدراڼ، بهیر شاه محبوب او لوبډلمشر نجیب الله…

د اسټرالیا د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی د موټر په ټکر کې مړ شوی

د اسټرالیا د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی د موټر په ټکر کې مړ شوی د اسټرالیا د کرکټ ملي ادارې ویلي چې پخوانی لوبغاړی انډریو سایمنډز د ۴۶ کالونو په عمر د دې هیواد په شمال ختیځه برخه کې د موټر په ټکر کې مړ شوی. د اسټرالیا د کرکټ د ادارې په…

راشد خان د لکنهو لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې ۴ ویکټې واخیستې

د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد چې د هند کرېکټ غوره ليګ کې د ګجرات ټايټنز لوبډلې سره لوبېږي د لکنو سوپر جاينټ پر وړاندې وروستۍ سيالۍ کې د يوازې ۲۴ منډو په ورکولو سره څلور وېکټې واخيستې. ګجرات چې دغه سيالي په ۶۲ منډو وګټله راشد خان په کې د…

نن ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز ډګر ته ښکته کېږي

د هند کرکټ سيالۍ؛ نن ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز ډګر ته ښکته کېږي د هند د ۲۰ اوریزه کرکټ په کلنۍ اتلولۍ کې نن د ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز لوبډلو ترمینځ سیالي ده. افغان لوبغاړی راشد خان په ګجرات ټایټنز کې لوبیږي. تر اوسه په شویو…

راشدخان په آی پي ایل کې د ویکټو سلیزه پوره کړه

راشدخان په آی پي ایل کې د ویکټو سلیزه پوره کړه. د هندوستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د راشد اړوند لوبډله له کلکتې سره چې محمد نبي یې هم د تشکیل برخه دی، لوبه درلوده او د ګجرات لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده. راشدخان نن یو وار بیا…