د افغانستان نیمایي نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ دي

35

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس، چې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان کېږي، بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

د راپور په اساس له یاد شوي شمېر څخه ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي چې د خوارځواکۍ او نورو روغتیایي ستونزو له ګواښ سره مخ دي.

دوی وايي، نږدې ۱۸۰ زره پالونکو ته د ماشومانو د تغذیې په اړه مشورې ورکړل شوې او په سلګونو زره ماشومانو او حامله ښځو ته د مایکرو نیوټرینټ (ویټامینونو او منرالونو) بشپړونکي توکي وېشل شوي دي.

د يونيسف په وینا، د اوبو رسولو د سیسټمونو په جوړولو او بیارغولو سره، شاوخوا ۸۷,۷۰۰ کسانو پاکو او خوندي څښاک اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

دا راپور ښيي چې که څه هم یونیسف په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي، خو په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لا هم خورا لوړه ده.

د ماشومانو او میندو روغتیا ته پاملرنه او پاکو اوبو ته لاسرسی د هغو اساسي ستونزو په سر کې دي چې بیړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.