غزل
لار د سمندر به وه نیولې هر یوۀ تنها
څراغ به په جونګړو کې و پاته په تیاره تنها
دا بلۍ که جوړې د دیدن لپاره نه وای نو
ولې بیا سپوږمۍ پرې درېده په لمرخاته تنها؟
څنګه د عشرت په غرونو ګرځېدو جوړه جوړه
څه د بې وسۍ کیسو ته پاته شومه زه تنها…