افغانستان د ځمګئ پر سر دوزخ

عبدالواحد تابع

75
((مشرانو مو د بادرنګ خرڅولو ارزښت هم نه درلود او په معاصر تاریخ کې ټول تش بوتل ول خو مونږ وو چې په چکچکو مو بدرګه کول.))
مونږ وو چې هر یوه ته مو پوستین بدلاوه او ملاتړي یې شوو. مونږ چې پرته له پوښتنې او څېړنې ورته کمونست،مجاهد،طالب او دېموکرات شوو. مونږ وو چې ورسره مو د خپلې خاورې عامه تاسیسات ویجاړول .مونږ وو چې ورسره په غلا،غصب،رشوت،وژنه،قوم پرستئ، او وطن خرحولو کې ملګري شوو.مونږ وو چې خپل خلک مو د سیالانو له کاروان څخه شاته کړل. مونږ وو چې د خپلو نجونو پر مخ مو د زده کړو دروازې وتړلې.
کله چې مونږ ګرم یو او لوبه نشو کولی نو بیا ولې پر نورو دا تور لګوو چې دا جګړه زمونږ نه ده او دا پر مونږ تپل شوئ ده؟
دا جګړه او روان ناورین مونږ په خپله خبل کور ته راوړئ.
راځې د یوئ دقیقئ لپاره خپل سر ګریوان ته کړو او له ځان سره د یوه سالم انسان په توګه فکر وکړو چې ولې او د څه لپاره مونږ د انساني کاروان برخه نشو ګرځېدلی.یواځې مونږ خو مسلمانان نه یو ، د نړئ په سر ډېر هېوادونه شته چې مسلمانان دي او اسلام یې تر مونږ غوره دی او په هره برخه د دین کې له مونږ څخه اوچت دي او دین په بشپړه توګه پېژني او سالم عقل سره یې منلی او خپل کړی یې ده. پر مونږ هېڅوک ګرم نه دي مونږ دا پنځمه لسیزه ده چې خپلو کې لکه د ګور چونجیان سره خورو.
همدا مونږ وو چې د هر یوه تر شا ودرېدلو او په خپلو کې مو ډلې جوړې کړلې.مونږ وو چې له پردیو مو د خپلو خلکو د وژلو لپاره وسلې راوړې او خپل خلک مو پرې په نښه کړل.مونږ وو چې یو بل مو په بېلابېلو نومونو د نشت سره مخ کړل. مونږ خپلو کې دومره کرکه زېږولې چې نن یو د بل ورکې ته نږي ناست یو. د نړئ په هېڅ کنج کې پر مونږ څوک باور او اعتماد نه کوي. مونږ دومره بېچاره شوي یو چې انساني کرامت ته په کتو مو هم خلک راته د شک به سترګه ګوري. د ژوند هره برخه مو له چل او دروغو جوړه ده.
نن د نړئ ډېر هېوادونه د خپلو خلکو د ژغورولو لپاره د ملګرتیا په لټه کې دي تر څو یې خلک د سیالانود کاروان برخه شي. مونږ د شرق او غرب غېږئ ته ولوویدو خو یواځې مو خپل خلک پرې ووژل،بې کوره مو کړل او یا مو د خپلو ګټو لپاره ګروګان وساتل. زمونږ تش بوتل دومره بې شرمه دي چې نن بیا ځلې غواړي چې خلکو کې دروغحن تبلیغات ډېر کړي او د پخوا په شان د قوم،ژبې او مذهب په نوم یې سره اخته کړي. نن دوی دومره سپکو ته مخه کړی چې هر څه یې په خوله او قلم راشي بادوي یې. دا چې فرصتونه او وخت یې له لاسه وکړ او و نه توانېدل خپل خلک وژغوري خو نن یو ځل بیا په یو بل ډول خلک خپلو کې سره اچوي. یو یې د قومي لارو شعارونه بدرګه کوي او بل یې په ډېره بې شرمئ سره د تجزئ خبره په داسې وخت کې یادوي چې افغانانو خپل انساني ارزښت په هره برخه کې له لاسه ورکړی دی.
نن افغانان دومره بېچاره شوي چې نه خپل هېواد کې دننه ورته د ژوند اسانتیاوې شتون لري او نه یې دباندې څوک پرېږدي.
افغانانو همدغو بوتلو ته د دوی د خوښې لپاره د کمونستانو، پاکستانیانو،ایرانیانو،هندیانو،عربو او ناتو غړو هېوادونو ملانړي شول. کمونستانو ته یې هورا بدرګه کړه، مجاهدینو ته یې الله اکبر غږ پورته کړ او جمهوریت پلوو ته یې ورسره غلا،غصب،چور چپاول او د خپلو خلکو ریټل په غاړه واخیستل. کور په کور دښمني دود شوه خلکو کې دومره واټن زېږېدلی چې د یوځای کولو او د بیا ورورولې تمه یې نه په سترګو کېږي.
نن چې دوی خبل خلک پرېښودل او ټول ترېنه وتښتېدل اوس پر ځای د دې چې بښنه وغواړي او یا هم چپه خوله کیني او بار د ملامتۍ ومني چې ناکامه ول خو په ډېره بې شرمې سره له خبریال،مدني فعال او ناکامه چارواکو په ګډه سره کرکجنې سوژې تکراروي او یو دوه چې خبلو کې لا خواږه پاتي دي هغوی هم سره لرې کوي.
افغانان پرېږدئ چې د خپلو بچو راتلونکي لپاره انساني ژوند اختیار کړي. افغانان نور د خبلو ګټو لپاره مه کاروئ. هغه افغانان چې وتلي نور یې څوک په خپل هېواد کې نه مني او نه ځای لري هغوی ته نن په هېواد کې دننه د دښمن او کفر په سترګه ګوري . او هغوی چې په افغانستان کې دننه دي حق د هغوی ده چې څه ډول د ځان او خپلو بچو د راتلونکي لپاره کاروان کې ځای ومومي.

 

د شل کلن جمهوریت ستره لاسته راوړنه د طالبانو بیاځلې واکمنېدل

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.