د هند سینما مشهوره سندرغاړې مړینه
راټولونکې: شېبه ګهیځ
د هند سینما مشهوره سندرغاړې د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوه.
د بالیووډ نوموتې سندرغاړې او د خواږه غږ لروونکې؛ “لتا منګېشکر” د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه! لتا منګېشکر چې په هندي فلمونو کې په خپل جادویي غږ سره د هند، افغانستان او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د خلکو کورونو ته لاره وموندله ۹۲ کلنه وه او د څه د پاسه ۱۰۰۰ هندي فلمونو لپاره یې سندرې ویلې دي.
نوموړې د نړۍ په کچه مینوال لرل.
لتا څوک وه؟
لتا منگېشکر د هند په ايندور سيمه کې د گومانټک ماراتها کورنۍ په غېږ کې کال ۱۹۲۹م زېږيز زېږېدلې . پلار ېې هم غزلبول و او نوم يې پنډټ دينانت منگېشکر و . هغه د کلاسيکې هندي سندارا سندرغاړی او تياتر لوبگر و . د لتا مور شيوانتي شودهاماتي د هند د شمالي ولايت مهاراشترا د ټلنر سيمې پورې اړه لري او د دينانت دوهمه مېرمن وه.
لتا منگېشکر خپلې زده کړې له کور څخه پیل کړې وروسته بيا ښوونځي کې شامله کړه شوه . ځينې سرچينې وايي چې هلته يې زده کوونکيو ته سندرې له ماشومتوبه ورزده کولې چې يوه ورځ يې استاد مخه ونيوله او په قار شو ، نو دې هم زده کړې پرېښوولې او په کور کېناسته ، بله سرچينه بيا وايې چې دې غوښتل ددې وړه خور آشا بوسلې ورسره يوځای يوه ښوونځي ته ولاړه شي خو هغې ته چانس وربرابر نشو نو ځکه يې ښوونځی پرېښود او په کور کېناسته.
پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ ” سنيپرابها” د خور په رول كې راڅرگنده شوه. د هنر ملكه لتا منگيشكرڅه ډول له موسيقۍ او هندي فلمونو سره د هنر پر مبتكر مېز راڅرگنده شوه؟ لتا منگيشكر د خپل وړوكتوب پرمهال له سندغاړي سېگل نه اغيزمنه شوه او له سينما تر راوتلو وروسته يې پرېكړه وكړه، چې لويه شي، له سيگل سره به واده كوي. له هندي فلمونو او سندرو سره يې ناپايه مينه له همدې ځايه پيل شوه. د وخت په تېرېدو سره دا مينه له موسيقۍ سره په يوه تلپاتې ژمنه واوښته. د لتا منگيشكر پلار” پډيت دينانت منگيشكر” د لتا او موسيقۍ نرمنځ د نږدې او غښتليو اړيكو له مخې وړاندوينه وكړه، چې لور به يې يو مهال د هند د موسيقۍ د ملكې په توگه راڅرگنديږي، خو زمان ډېر زر وښودل، چې دپډيت وړاندواينه يوه رښتينې هيله وه. كه څه هم، چې لتا له موسيقۍ سره بې پايه مينه درلوده، خو كورنيو دربدريو دې ته اړ اېسته، چې په هندي فلمونو كې د هنرمندې په توگه رولف ترسره كړي. سوبهادرا، بدى مان، پهيلي او ځينې نور هغه فلمونه و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې راڅرگنده شوه. پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ ” سنيپرابها” د خور په ځېر حركتونه كول. ويل كيږي لتا ته به هميشه خپل پلار او استاد ويل، چې له غرور او ځانځانۍ نه لرې و اوسي. د لتا پلار او استلاد په زړه پورې لارښوونو د هغې د ژوند برخليك او ژونهد لاره وټاكل او دغه څېره يې د يوې شهكارې ملكې په توگه را و پېژندله. لتا منگيشكر خپل خوږ او احساس پاروونكى غږ په 13 كلنۍ كې له حنجرې را واېست. دا د كرتي حاصل فلم يوه سندره وه، ددغه فلم لارښوونكى واسنت جوگليكر و، ددې سندرې تر ويلو وروسته لتا ته وړانديز شوى و، چې د هندي فلمونو د سندرغاړې په توگه تړون وكړي. لتا دا وړانديز ومانه ، خو پلارې دغه پرېكړه خوښه نه كړه. 1948 او 1949 كلونه د لتا منگيشكر د شهرت پيل و او دا همغه فلمونهه و، چې د كارپوهانو په وينا د نړۍ په هره برخه كې ليدل كېدل. د لتا منگيشكر لاندينيو سندرو د ډېرو اورېدونكو تنده ماته كړه: ايي گا انې والا، چلې جانا…، دير سې اجارې ، جايا بېقرارهې..” د هندي فلمونو د شهرت په همدې كلونو كې ښه سندرغاړې نورجهان وه، نورجهان د لتا منگيشكرد سندرو ستاينه وكړه او ويې ويل، چې په هندي را روان پېر كې به د لتا په څېر هنرمنده پيدا نشي. لتا په خپل هنري ژوندانه كې څلور سترې جايزې گټلې او تر 30 زرو يې زياتې سندرې ويلې دي، خو اوس داسې برېښي، چې غږ يې ورو ورو غلى كيږي، هغه اوس ډېره زهيره ده، خو غږ يې لا همغسې ازانگې كوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			
Comments are closed.