ګرانو دوستانو! نن د بواسیرو ناروغۍ په هکله مه یو څه معلومات درته برابر کړی ده، ځکه دا ناروغي دې شرم په ځای کې ده نو
په دې هکله اکثره ناروغان خپل حال هم چاته نه وایي، او په خپله به سخت دردونه هم تیروی ، نو په دې هکله له ستاسو څخه هیله
کوم بې له کوم شرم څخه خپل ډاکټر سره دا موضوع شریک کړئ او لدې شر نه خپلځان خلاص کړي.
بواسیر يا Hemorrhoids
د عوام په ژبه بادمواسیر څرنګه ناروغي ده ؟
د لويې کولمې يا مقعد په اخرنۍ برخه کې د شته وريدونو لويوالي، پړسېدلو او يا هم کله کله د دې وريدنو سوری کېدو ته چې د وينې د بهېدو
لامل ګرځي هيموريئد يا په عامه ژبه باد مواسیر په نوم ياديږي.
دا وريدونه د يوشمير لاملونو او فشار په واسطه د وينې د غونډېدو له امله پړسېږي چې د تغوط د فعل په وختناروغ ته درد پيدا کوي؛
د غايطه موادو او زور وهلو په واسطه ترې وينه را وزي.
یعنې؛ د مقعد په وروستۍ برخه کې چې کوم د وینې وریدونه دي د یو شمېر عواملو او فشار له امله په کې وینه غوڼډيږي او کڅوړه
کیږي چې د تغوط یا تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته ستونځي پيښوي حتا زخمي کیږي او دوینې د بهیدو لامل ګرځي.
بواسير به د مقعد په خارجی او داخلی برخه کې شتون لري چې لومړی هغه يې خارجی او دوهم يې داخلی بواسيربلل کېږي؛
هم په ښځو او هم په نرانو کې منځ ته راځي د عمر له نظره له پنځه څلویښت کلنۍ تر پنځوس کلنۍ عمرلرونکو کسانو کې منځ ته راځي.
بواسیر کېدای شي د مقعد په وروستۍ برخه یا هم دننه وي چې لومړۍ ته يې خارجي او دوهم ته ېې هم داخليبواسیر ویل کېږي ..
د تغوط د فعل په وخت يا ورڅخه وروسته د مقعد په برخه کې درد او سوی، د تغوط د فعل په وخت کې د وينې بهېدل،
د مقعد په داخل يا خارج کې د دانې يا کتلې شته والی، د مقعد پړسوب او التهاب د دې ناروغۍ ستره نښه دي.
ټول هغه عوامل چې د مقعد په برخه کې په رګونو کې د فشار راوستو لامل کېږي د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو امکانات
زیاتوي لکه د ډېر وخت لپاره په ولاړې باندي کار کول، يا د دوو پښو په سر باندې دوامداره او د ډېر وخت لپاره
کښیناستل، دوامداره قبضيت، همدارنګه چاغوالی هم کېدای شې د مقعد په برخه کې په شته رګونو باندي ځينې
وخت د فشار د اچولو لامل شي چې دا فشار په چاغو وګړو کې د اناتومي سیستم د ګډوډي له امله وي، دا ګډوډي هم
په یادو رګونو باندې زور راوړي او په پایله کې د هيموروئید ناروغۍ ته لاره هواره وي.
همدارنګه د فزیکي فعالیت کموالی، په خوړو کې د اوبلنو ، نرمو او فیبر لرونکو څيزونو کم اخستل او د ډېر وخت
لپاره قبضيت لرل او په خپله د وزن ډيریدل ، په ښځو کې میندواري، د وینو د غوړو زیاتوالی ، سیروز( د ځیګر ناروغيده )،
او وریکوزیس په زړو خلکو کې د عضلاتو شل والی او د رګونو د مقاومت کمزوري هم د دې ناروغۍ د منځ ته
راتلو لپاره لاره هواره وي يا په بله مانا پورته ټول لاملونه چې د مقعد په رګونو باندې فشار وارد وي د دې ناروغۍلاملونه دي.
ځينې طبي کتابونه خو د وینې لوړ فشار د کلمو سرطانونه او د ځيګر او صفرا د کڅوړې ناروغۍ هم د هيموروئید لپاره لاملونه ګڼي
ځکه چې صفر او ځيګر د خوراکي موادو به هضم کې رول لري.
همدا راز قبضیت په تېره بیا دوامداره قبضیت هم په همدې رګونو فشار وارد وي چې د قبضیت لاملونه بیا بیل دي د مثال په ډول د وچو او
قبض راوړونکو خوراکونو خوړل د میوو او سبو یا هغو غذايي موادو کم خوړل چې فیبر لري .
څنګه کوای شو له دې ناروغۍ څخه ځان وساتو ؟
۱ـ د د غذايي رژيم په ټاکلو او منظم تمرین سره کولای شئ تاسو خپل وزن را کم کړئ التبه که چېرته مو وزن زیات وياو دا ستونزه لرئ.
۲ـ د تغوط به وخت کې په کمود باندې هڅه وکړئ چې په هر لحاظ ارام کينئ زر له تشنابه مه وزئ او هڅه مه کوئچې په
دې وخت کې زور ووهئ
۳ـ د تغوط پر مهال د ډېر وخت لپاره مه کينئ کوښښ وکړئ چې له تشنابه ژر وه اوځئ او په ورځ کې لږ تر لږه څلورځله
د تغوط فعل اجرا کړئ
۴ـ په ورځنيو خوړو کې له فیبر لرونکو غذا ګانو څخه ګټه واخلئ مثلا میوه او سابه وخورئ ځکه چې فیبرلرونکي
خواړهچې په میوو سبو او غلو کې موجود دي د کولمو د حرکت د زیاتوالي، او د معدې نرمښت را منځ ته کوي
۵ ـ د غواوو شیدې ، مستې ، کورت ، خیدګ (پنیر) ، کوچ او داسې نور، ټول په غذايي رژیم کې له تاسو سره مرستهکوي چې په دې
ناروغۍ باندې له اخته کېدو څخه مو وژغورئ
۶ ـ د ورځې باید لږ تر لږه دوه یا دوه نیم لیتره اوبه وڅښئ چې له آتو نه تر لسو د اوبو ګیلاسونو په اندازه ده .
۷ ـ لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلي ګرځېدل په مناسب اندازه سره باید وشئ خو فکر مو وي چې ځینېکتابونه ډېر زیات پلي
تګ کول پخپله د دې ناروغۍ یو لامل هم بولي نو په کار ده چې مناسب پلي ګرځېدا وکړئ
۸ ـ سګريټ مه څګوئ او هغه خواړه باید ونه خوړل شئ چې معمولا د قبضیت لامل ګرځي .
د دې ناروغۍ درملنه څنګه کېدای شي؟
که چېرته تاسو پورته کړنلاري په لاره واچوئ چې په وقايه کې ورته اشاره وشوه نو په دې ناروغۍ به نه اخته کېږي، که
چېرته پرې اخته یاست نو پورته کړنلاري
عملي کول کېدای شي ستاسو د هيموروئيد ناروغۍ له منځه يوسي خو دلاملونو لپاره يې زمینه مساعدېدل د دې ناروغۍ
د بیرته راتلو چانس هم پیدا کوي نو په کار ده چې له دې ناروغۍ د ساتنې لارې چارې په دقیق ډول په
ورځنۍ څیر سره عملي کړای شي.
که د پورته کړنلارو په پلي کولو او د ډاکټر له لوري د در کړل شوېو درملو په واسطه ستاسو ستونزه حل نه شوه نو
په دې وخت کې ستاسو ډاکټر د جراحې عملې د سرته رسولو تابیا نيسي .
هغه جراحي عملې چې د بواسېرو يا هيموروئید د ناروغۍ لپاره په لاره اچول کېږي په لاندې ډول دي.
۱ـ د بواسیرو په ناحیه کې د وړو پلاستیکي پیپونو تیرول دي تر څو له احتمالي فشار سره مقاومت وکړل شي .
۲ـ سکلرو تراپي ده یعنې دپړسیدلیو وریدونو د حجم کمولو لپاره ناحېې ته کیمیاوي مواد ترزیق کیږي .
۳ ـ په مایع نایتروجن سره د وینې د رګونو حجم کموي .
۴ـ په لایزر په مرسته د بواسیرو وچول .
کله کله جراحي عملیات هم د لنډ وخت لپاره مؤثر وي او کیدای شي د عوامل د موجودیت پر مهال یو ځل بیا همبواسیر پيدا شي .
همدار راز استراحت ، د دردضد درملو، انتي بیوتیکو او انتي سپتیکو استعمال همدا ډول د وینې د رګونو
منقبضوونکي کریمونه او د لیډو کائین کریم .
په ګرمو اوبو کې د ۱۰ نه تر شلو دقیقو کیناستل .
او تر ټولو ډير اړین د نظافت مراعاتول دي .
کله چې د تغوط له فعل وروسته له تشانابه اوځئ نو د مقعد په نرمه توګه سره ومنیځئ .
د یو شمیر ناروغانو تشناب ته له تلو وروسته کولمه هم راوځي چې هغوی باید یوه ورځ استراحت وکړي او په دې ناحیه
د یخو کڅوړه یا د یخو اوبو مشکوله کیږدي .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.