د انسان د بدن تر ټولو چټکه حرکي عضله هغه برخه ده چې سترګې په پټيږي او د سترګو د رپېدو باعث ګرځي. په پښتو ژبه کې دغه عضلې ته د سترګې جیږمه وایي. د جیږمې په واسطه تاسې په یوه ثانیه کې پنځه سترګکونه وهلای سئ. په اوسط ډول هر عادي انسان په یوه ورځ کي 15000 واره سترگي رپوي چي په یوه دقیقه کې تقریباً تر 10 ځله ډیر او په یوه کال کې تر پنځه میلیونه ځلې زیات سترګکونه کیږي. انسانان د خبروکولو په پرتله زیات سترګې رپوي. ښځې تر نارینه وو ډیر سترګې رپوي . ماشومان د لویانو په پرتله لږ، یعنې په یوه دقیقه کې دوه یا درې وارې سترګې رپوي. ( بې غير د كرزى له ستر ګو څخه )
په سترګو کې داسې غدې سته چې اوبه (اوښکې ) ترشح کوي. جیږمې همدغه اوبه د سترګو پر سطحه خپروي او ځکه نو د رپیدو په واسطه هغه نمجنې کیږي. که چیرې د یو ګړې لپاره تاسې سترګې و نه رپوئ نو حتماً مو سترګې وچیږي بلاخره تاسي دې ته مجبور کیږئ چې باید حتماً سترګې و رپوئ. د بیلګې په ډول، اکثره وخت زموږ ماشومان او آن ځینې لویان هم دسترګو جنګولو لوبه کوي. دوی په دې لوبه کې یو د بل سترګو ته تر هغه وخته پورې ګوري تر څو چې بلاخره یو د دوی څخه دې ته مجبور سي چې باید سترګې ورپوي. هر څوک چې سترګې ورپوي نو لوبه د هغه په تاوان او د مقابل طرف په ګټه تمامیږي. د سترګو رپول یو حیاتي ضرورت ده او پرته له استثنا څخه ټول انسانان او حیوانات د خپل فطرت اوعادت له مخې په عادي عالت کيې سترګې رپوي.
له بلې خوا، باڼی سترګو ته د ډیرو تخریش پیداکوونکو موادو(لکه دوړې ، خاورې ، ریګ او داسی نورو…) د داخلیدو مخه نیسي. کله چي تاسي د یوه شي څخه و بل شي ته سترګي اړوئ نو حتماً مو سترګې رپیږي. دا رپیدی د سترګو سره مرسته کوي چې خپل د هدف ټکی بدل کړي.
په حقیقت کې کلڅه سترګې پر یو شي باندې د ډیر وخت لپاره متمرکزي سي، د سترګو د رپیدو سرعت تقریباً په یوه دقیقه کې د 4-3 ځلې ته را کمیږي (لکه د مطالعې په حالت کي). همدغه یو لوی علت دئ چي د مطالعې په وخت کې سترګې وچیږي او ژر ستړې کیږي. نو د مطالعې په حالت کې باید سترګې زیاتې ورپول سي.
البته حیوانات هم سترګې رپوي. بعضې مرغان یوازې د سترګو لاندنۍۍ جیږمه لري. اما کوترې د سترګو پورتنۍ او لاندنۍ جیږمي دواړې لري. کبان (ماهیان) او حشرات جیږمې نه لري. د هغوی سترګې د یوې سختې عدسیې پواسطه پوښل سوې دي.
ګازرې د سترګو لید ډیروي. د سترګو د قوی کیدو لپاره ګازرې ډیرې مؤثره او ګټورې دي.
ویټامین A په شپه كې د نه ليدو ناروغۍ مخنیوی کوي او ګازرې د همدې ویټامین یوه غني منبع ده.
په درنښت
یادونه : له ستاسو څخه هيله كوم د خپلو ستر ګو په روغتيا كې ډير متوجه اوسئ، حد اقل په كال كي يو وارې د ستر ګو ډاكتر ته سر ورښکاره كړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.